ننګرهار: ۷۰۰ کیلو ګرامه نشه یي توکې کشف سول

ننګرهار: ۷۰۰ کیلو ګرامه نشه یي توکې کشف سول

د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د دلوې میاشتې پر ۲۲مه نېټه له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو په دُر بابا ولسوالۍ کې ۲۸۳ کیلوګرامه چرس ونیول.
په یوه بله پېښه کې د ننګرهار ولایت پولیسو په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د استوګنې په یوه کور کې ۳۶۱ کیلوګرامه اوومه چرس ۱۶ کیلوګرامه پاخه چرس او ۱۴ کیلوګرامه بنګ نیولي دي.
دیادونې وړ ده چې په ورته وخت کې د هیوا په نیمروز ولایت کې هم یوشمیر نشه یي مواد ونیول سوه.

لیکوال

عبدالقيوم عاجز

عبدالقيوم عاجز يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t