طالبان: امریکا دې د شوروي له ماتي عبرت واخلې

طالبان: امریکا دې د شوروي له ماتي عبرت واخلې

نن په افغان خاور کې د شوروي اتحاد د ماتي ۳۱ کلیزه لمانځل کیږې په همدې تړاو وسلوالو طالبانو له خپله ادرسه یوه اعلامیه خپره کړې او ویلې چې که اوسني غربي يرغلګر او په ټوله کې ناټو لږ هوش او خرد ولري، بايد د شوروي اتحاد او د هغوی د کورنيو غلامانو له شکست څخه عبرت واخلي.که دوی هم په خپل اشغالګرانه او پلویانه دريځ ټينګار کوي، بې له شکه چې له هماغه عار او ماتې سره به مخ کيږي له کوم سره چې د کمونيزم لارويان مخامخ سوي و او هر کال د دلوې ۲۶مه د ستر پيغور په حيث ورته یادیږي.
طالبان داسې مهال امریکا له شوروي څخه عبرت اخستلو ته رابولي، چې په قطر کې د دواړو لورو تر منځ پیل سوي مذاکرات ورو، ورو د هوکړې لاسلیک لور ته نږدې کېږي او تمه ده، په تعقیب یې بهرنیان افغانستان پرېږدي.




t