کرزی: امریکا اوس هم پر ملکیانو بمبارۍ کوي

کرزی: امریکا اوس هم پر ملکیانو بمبارۍ کوي

د هیواد مخکېني ولسمشر حامد کرزي په ننګرهار کې د امریکايي سرتیرو له لوري د ملکي وګړو وژل کېدل غندلي دي.
د کرزي له دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کې ویل سوي، د ننګرهار په سره‌رود ولسوالۍ کې امریکايي سرتیرو په هوايي برید کې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان سوي د خبرپاڼې له مخې، امریکا داسې مهال هوايي بریدونو ته زور ورکړی، چې ورسره د سولې خبرې هم روانې دي.
کرزی وایې لا هم امریکایان پر ملکي وګړو باندې بمبارۍ کوي چې دا د نه زغم وړ دي.
د یادونې وړ ده چې یادې بمبارۍ کې د ننګرهار چارواکو هم تائید کړه چې ملکي وګړې وژل سوي.




t