پمپیو پر نړیوالو غږ کړی چې د ایران پر ضد متحد سئ

پمپیو پر نړیوالو غږ کړی چې د ایران پر ضد متحد سئ

د امریکا هیواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یمن کې حوثي یاغیانو ته د استول کېدونکو وسلو له نیولو وروسته پر نړیوالو غږ کړی دی چې باید د ایران پر ضد متحد سئ پمپیو همدغه راز پر ایران د بندیزونو د لګولو پر دوام هم ټېنګار کړی دی نوموړي په خپل ټویټر کې په یوه ټویټ کې د ایران د نیول سویو وسلو تصویر خپور کړی دی او لیکلي یې دي د امریکا د متحدو ایالتونو بحري ځواکونو ۳۵۸ هغه وسلې نیولې چې په ایران کې جوړې سوې او په یمن کې حوثي یاغیانو ته انتقالېدې ښاغلي پمپیو لیکلي دي چې دا کار د دې ښکارندوی دی چې ایران په نړۍ کې د تروریزم لوی ملاتړی دی هماغسې سرغړونې کوي هغه پر نړیوالو غږ کړی دی چې باید د ایران تاوتریخوالی رد او پر هغه هېواد د لګول سویو بندیزونو په دوام ټېنګار وکړي.




t