هند ته د نشه یي موادو د قاچاق مخه ونیول سوه

هند ته د نشه یي موادو د قاچاق مخه ونیول سوه

د هیواد په کندهار ولایت کې د څه د پاسه ۳۰ کیلو ګرامو نشه‌يي موادو د قاچاق مخه ونیول سوه چې اټکل کیده له کندهار هند هیواد ته قاچاق کیدل ددغه ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې دوه تنه هغه مهال ونیول سوو چې نږدې یو نیم کیلو ګرام هیروئین‌یې په خپلو خېټو کې د احمدشاه بابا هوايي ډګر له لارې هند ته قاچاق کول.
په دوهمه پېښه کې اووه کسان هغه مهال ونیول سول چې ۳۳ کیلوګرامه تاریاک‌یې په ښار کې دننه پر وړو خرڅوونکو باندې وېشل.




t