په ۱۸ میاشتو کې به امریکایي سرتیرې وځي

په ۱۸ میاشتو کې به امریکایي سرتیرې وځي

فرانس ۲۴ خبري شبکې ته د طالبانو یو سرچینې ویلي چې د سولې هوکړې ټول مسایل وروستي سوي دي او د لاسلیک لپاره یې تیاری روان دی دغه طالب سرچینه وایي چې که له امریکا سره د سولې دغه هوکړه لاسلیک سي نو د اتلسو میاشتو په ترڅ کې به بهرني ځواکونه له افغانستان وځي. همدا راز به د لسو ورځو په موده کې بین الافغاني مذاکرات پيليږي چې په هغه کې به پر دایمي اوربند خبرې کېږي. بلخوا غربي رسنۍ راپور ورکوي چې د امریکا له لوري د طالبانو د تاوتریخوالي کمولو طرحه منل سوې ده او د سولې هوکړې د لاسلیک لپاره اړین تیاری روان دی.




t