یاوجینګ: د افغانستان ثبات ټولې سیمې ته مهم دی

یاوجینګ: د افغانستان ثبات ټولې سیمې ته مهم دی

په پاکستان کې د چین سفیر یاوجینګ په اسلام اباد کې د افغان سولې په تړاو په یوه جوړه سوې غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې د پرمختګ لپاره مهم دی. او د افغان خاورې ثبات دم ګړی ټولې سیمې ته اړین دی دده په خبره پاکستان ته په کار د چې د افغان سولې په راوستو کې رښتینې مرسته وکړې. یاو جینګ وایي چین ددې ملاتړی دی چې د افغانستان روانه جګړه له سیاسي لارو حل سي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي. په دې غونډه کې د چین، افغانستان، ډنمارک، پاکستان، امریکا او برېتانیا استازو ګډون کړی و. دوی د افغانستان سوله د سیمې لپاره مهمه بللې ده او په وینا یې په دې پروسه کې ددوی همکارۍ دوام لري.




t