ارګ له امریکایي چارواکو سره د ولسمشر د لیدنې جزیات خپاره کړل

ارګ له امریکایي چارواکو سره د ولسمشر د لیدنې جزیات خپاره کړل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماښام په المان کې د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د دفاع وزیر مارک اسپر سره په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ډاکټر زلمي خلیلزاد او د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر هم حضور درلود، وکتل.

په دغه کتنه کې چې د افغانستان له لوري امرالله صالح، اسدالله خالد او هارون چخانسوري هم حضور درلود، د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو څرګنده کړه، له طالبانو سره توافق چې احتمالا به په راتلونکو اونیو کې نهایي شي، مشروطه منځپانګه لري.

هغوی وویل، د توافقنامې هیڅ بند بې شرطه نه دی او طالبان ممکن په اغوا کوونکو تبلیغاتو لاس پورې کړي، اما واقعیت او اصل موضوع داده چې هغوی حاضر شول له جنګ او تاوتریخوالي لاس واخلي او په کثرت ګرا ټولنه اعتراف کوي.

دواړو لوریو پر هغو میکانیزمونوچې د سولې پروسې پر مالکیت سربېره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت اِشراف او څارنه هم تضمینوي، په تفصیل خبرې وکړې.

مایک پمپیو وویل: ” پرېږدئ طالبان چې هر څه وایي، ودې وایي. له هره ځایه یې چې وایي، ودې وایي، اما واقعیت دادی چې باید هغوی له تروریزم او القاعده سره مخه ښه وکړي او له جنګه لاس واخلي. موږ د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړي وو، یوو او یوو به.“

په پام کې ده چې د هیواد جمهوررئیس راتلونکې اونۍ د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو، د ټولنې بېلابېلو اقشارو، مدني ټولنې او سیاسي حلقو سره د مشورو لړۍ پیل کړي، ترڅو هغوی له جزئیاتو خبر کړي او د فرصتونو او احتمالي خطرونو په اړه له هغوی سره خبرې وکړې.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئیس د سولې برنامې د بنسټګر په توګه د امریکا دولت څخه د سولې پروسې په خاطر مننه کوي او د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوي چې دا پروسه به ټول نظامي او ملکي بنسټونه پیاوړي کړي او افغانستان نه یوازې تېر ته نه ورګرځي، بلکې په وضاحت سره د دولتي، ظرفیتونو، خصوصي سکتور او د وطنوالو د حقونو ملاتړ کوي.




t