افغانستان او قزاقستان د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

افغانستان او قزاقستان د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په المان کې د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې، د قزاقستان جمهوررئیس قاسم جومارت توکایف سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ په مختلفو برخو کې د اړیکو او همکاریو پر پراخیتا او سیمه ییزو مسایلو بحث او خبرې وکړې.

د قزاقستان جمهوررئیس وویل: دا چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې د پراختیا په حال کې دي، قزاقستان لېوالتیا لري چې د افغانستان په چارو کې ځانګړی استازی وټاکي. هغه زیاته کړه، د افغانستان ثبات او اقتصادي انکشاف زموږ لپاره مهم دی او د افغانستان د سولې او هوساینې لپاره د بین المللي ټولنې د ټولو هڅو ملاتړ کوو.

توکایف، د پوهنې او تحصیلي بورسیو د ورکړې په برخه کې همکاریو ته د خپل هیواد د تیاري اعلان وکړ وې ویل، افغانستان او قزاقستان په یوه سیمه کې واقع دي، نو په همدې اساس لا زیات مشارکت او کار ته اړتیا لري.

د قزاقستان جمهوررئیس وویل، افغانستان زموږ لپاره مهم دی او زیاته یې کړه، د سیمې هیوادونه د هر هغه مثبت رول ملاتړ ته تیار دي چې په افغانستان کې د سولې، ثبات او امنیت لامل شي.

جمهوررئیس غني پخپلو خبرو کې دې ته په اشارې چې افغانستان او قزاقستان په یوه سیمه کې واقع دي وویل، په تېرو څو کلونو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري پنځه برابره زیاته شوې او باید د ترانزیټ په برخه کې لا زیات کارونه وشي.

جمهوررئیس وویل، ټاکل شوې د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شي چې د اقتصادي اړیکو د پراختیا په ځانګړي ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ د غله جاتو د پېرلو لامل به شي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د افغانستان او قزاقستان د صادراتو او وارداتو بېلانس به متوازن وي او دغه هیواد د مېوو او سبزیجاتو لپاره مناسب بازار ګڼل کېږي. هغه پر پایداره مشارکت ټینګار وکړ او د افغانستان د کانونو، تېلو او ګازو په برخو کې د پانګونې فرصتونو ته په اشارې یې وویل، موږ په دې برخو کې پانګونه هڅوو.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د سیمه ییز اتصال په اړه وویل، زموږ لپاره ټاپي او ټاپ پروژې چې افغانستان په کې مهم رول ترسره کوي، زیات اهمیت لري.




t