د ننگرهار او نورستان والیانو د اقتصادي زون د پیاوړتیا په موخه ناسته وکړه

د ننگرهار او نورستان والیانو د اقتصادي زون د پیاوړتیا په موخه ناسته وکړه

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د نورستان والي حافظ عبدالقیوم سره د دې ولایت په مقام کې د لیدنې پر مهال د اقتصادي زون اړوند فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې او خپل منځي همغږۍ په موخه ناسته وکړه.
دواړو لوړ پوړو چارواکو د ځنګلاتو د ژوندي کولو،د اوبو د مهارولو او او نورو اقتصادي فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې په موخه اړونده ولایتونو ته د سفرونو ترسره کولو او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړې .
تر دې وړاندې هم د ننګرهار والي په نوښت د ختیخ په کچه د مسؤلینو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همغږۍ غونډي شوي .




t