په مرکه کې د غږ ثبتولو اړتيا / بصيرالحق عادل

۴ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۴:۰۹ ب.ظ -

په مرکه کې د غږ ثبتولو اړتيا / بصيرالحق عادل

نن سبا ژورنالېزم په نړۍ کې ډېره وده کړې. حتی هر څوک يوه رسنۍ لري او کولی شي چې خپله وينا، مالومات خپل فکر او ليد په ډېرې اسانۍ سره تر نورو ورسوي.

د پرمختللې نړۍ د ژورنالېزم په بازار کې چې امکانات هم ډېر دي ورسره ځينې ستونزې او باريکۍ هم شته. که يو رسنوال ورته پام ونه کړي نو پکې ښکېلېدی شي.

رسنۍ بېلابېلې بڼې لري. هره رسنۍ خپل مينه وال او د غوښتنې سره سم مواد ټولنې ته وړاندې کوي. د مالوماتو راټولولو لپاره خبريال مجبور دی چې پلټنه وکړي او له بېلابېلو کسانو سره مرکې وکړي. د مرکې پر مهال د اواز ثبتول اړين او ضروري دي. زموږ ټولنه کې تر ډېره يوازې د راډيو – ټلوېزيون خبريالان اواز ثبتوي. د اخبار، ويب سايټ، مجلې، جريدې او انټرنټي رسنيو خبريالان له دې امله اواز نه ثبتوي چې د دوی هدف يوازې د مالوماتو ترلاسه کول وي. نه ثبتول.

د اواز نه ثبتول او ستونزو کې ښکېلتيا

يو وخت مې هلمند کې يو تحقيقاتي ريپوټ جوړ کړ. کابل کې يوې ورځپاڼه کې خپور شو. د ريپوټ سرليک داسې وو: [هلمند کې ۹۷سلنه د طلاق پېښې د مېرمنو لخوا راپورته شوي دي.]

د دې سرليک هدف دا دی چې په يو کال کې د طلاق د پېښو لاملونه پلټل شوي وو، چې خاوند د طلاق ورکولو خواهش کړی، که د مېرمن فرمايش وو؟. نو فيصدۍ ته په کتو سره ډېری پېښې داسې وې چې مېرمنو له خپلو مړونو طلاق غوښتی و.

د دغه راپور خپرېدو غبرګونونه وپارول. حتی له مرکزه د هلمند محکمې ته زنګ ووهل شوه چې خبريال وغواړئ او د ريپوټ په اړه ترې سپيناوی وکړئ. د محکمې رئيس زه وغوښتلم. ما ورته خپل اصول بيان کړل؛ خو نه قانع کېده. اخر مې ورته وويل، ما د دې ريپوټ لپاره ستاسو د محکمې له يو چارواکي، د حقوق بشر له رئيس، د ښځو چارې د رياست له مشرې، مدني فعال، طلاق غوښتونکو مېرمن سره مرکې کړي او د ټولو اواز زه ځان سره لرم او ما ثبت کړي دي.

کله چې ما د اواز د ثبت خبره ورته وکړه نو د محکمې رئيس غلی شو.

دلته دوی هدف هم ناسم اخيستی وو، دوی فکر کاوه چې: [هلمند کې ۹۷ سلنه خلکو خپلې مېرمنې طلاقې کړي] خو ما چې دوی ته سرليک تشريح کاوه هم يې قناعت نه کاوه.

که ما مرکې نه وای ثبت کړي، نو حتمي وه چې زندان ته به تلم. په لويه موضوع کې اکثره هغه کسان چې مرکې ورسره شوي وي هم پښېمانه کېږي، نو ته به ثبوت له کومه کوې؟

د اواز ثبتول د هر ډول رسنۍ او هر خبريال لپاره لازمي او حتمي دي. حتی که د خپل ورور سره مو مرکه کوله هم يې اواز ثبتوئ.

نن سبا د ثبت وسايل ډېر دي. ستاسو ټليفون تر ټولو ښه غږ ريکاډ کولی شي. د تحقيقاتي ريپوټونو لپاره خو د اوازونو ثبتول خورا هم دي.

د اواز ثبتولو ګټې:

يو – کله چې تاسو د يو تود خبر / راپور يا هم تحقيقې ليکنې لپاره اواز ثبت کړئ، که د راپور تر خپرېدو وروسته له ګواښونو او ستونزو سره مخ شوئ، نو ستاسو سره ثبت شوی اواز ستاسو د خلاصون لوی دليل دی او د اصولو له مخې تاسو ژغورلی شي.

دوه – کله کله موږ له يوې خبرې بېلابېل مفهومونه اخلو او په بېلابېلو بڼو يې تعبيروو. ښايي د مرکې کولو په شېبه کې تاسو يوه خبره يو ډول اورېدلي دي او فکر مو يو ډول ناڅاپي پرېکړه کړي وي؛ خو کله چې تاسو له مرکې وروسته په حوصله او ارامه توګه د هغه چا خبرې واورئ چې مرکه مو ورسره کړې ده، نو بېلابېل موارد به پکې پيدا کړئ او داسې څه به پکې ومومئ چې مخکې به مو يا نه وي اورېدلي او يا به ناسم تعبير کړي وي.

درې – ثبت شوي اوازونه مو بيا بيا په درد خوري. شايد په يو بل راپور / تحقيق کې ترې ګټه واخلئ، يا يې څوک درڅخه وغواړئ، يا يې يوه رسنۍ د امتياز په بدل کې غوښتنه درڅخه وکړي؛ نو تاسو سره به ارشيف کې درسره وي.

درې – تر ټولو مهمه خبره دا ده چې موږ به له اصولو سرغړونه نه وي کړي. ځکه د ژورنالېزم اصول راته وايي چې هر څه بايد پر شواهدو او دلايلو ولاړ وي. کله چې موږ او تاسو د چا کړې خبره په ثبت شوې بڼه له ځان سره ونه لرو، نو موږ به خپل مسلک ته ژمن يو؟

مسلکي ژورنالېستان همېشه اواز ثبتوي. حتی ما داسې ملګري ليدلي دي چې په ټليفون کې يې هم د اواز ثبتولو يو پروګرام وي او هر چا سره چې خبرې کوي نو اتومات ثبتيږي.

ما د مجلو او د اخبارونو د لسګونو خبرونو او راپورونو لپاره مرکې کړي خو اوازونه مې نه دي ثبت کړي. کله چې زه د اواز د نه ثبت له امله ستونزو سره مخ شوم، نو تر هغې وروسته د هرې مرکې اواز ثبتووم.

۱۳۹۷ د سلواغې څلورمه

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed