امرالله صالح ولې بدل شو؟-.انتظارخادم

۱۲ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۳:۳۳ ب.ظ -

سیاست د ارزښت او هنر پاکه ژبه ده.‌ اوس سیاست نه بلکې د سیاست مسخه شوې خشنه بڼه ده.‌

سیاست معیارونه دي.‌ سیاست مکتب دی.‌ سیاست ارزښت دی.‌ سیاست باور دی. سیاست د ملي ګټو د حوندیتوب وسیله ده.‌

سیاست د ځان جوړولو لار نه ده.‌ سیاست د خپلو ګټو تحفظ ندی.‌ سیاست د ماشومانو پټ پتوونی ندی بلکې ارزښت دی، ملي امانت دی، او منلی دود.‌

د بې بې سې په هارد تاک کې د ښاغلی امرالله صالح، منطق ددریځ بدلون، او نوی دید د ځانې ګټو ننداره وه.‌ ما صالح ته د یوه منلی ځوان سیاستوال په حیث کتل.‌ نن یې د خپل شخصیت بل تصویر نندارې ته کیښود.‌

څنګه کیدای شي پرون غني د تفرقې اچولو استازی، چلباز او ناکام انسان وو مګر نن هماغه سړی سپینه ملایکه شوه.

زه نه وایم چې غنی ښه دی که خراب. زه وایم مونږ باید داسې سیاست وکړو چې نوې نسل ته مکتب شي، لار شي‌او معیار شي.‌ نه داچې سیاست ورته د خپلو ګټو د خوندیتوب وسیله وښایو.‌

کله چې وزیر شو نو ما د نوموړي‌ ټاکل غوره انتخاب وګاڼه مګر نن د هغه د نوې شخصیت په دې دریځ جریحه دار یم.‌

وما علینا الالبلاغ.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

newest oldest most voted
Notify of
Shiraga
Guest
Shiraga

افغان سیاسون هیڅ سم سیاسی دریز نلړی