انډېپنډېنټ ورځپاڼه : ولسمشر غني د آی اس آی پوځي مرکز ځینې کسان ګوښه کړي وو

۱۳ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۵:۲۲ ب.ظ -
انډېپنډېنټ ورځپاڼې په يوه خپاره شوي مطلب کې د له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتلو اشاره کړې او لیکي چې کله له افغانستان نه بهرني ځواکونه ووځي څه به پېښ شي . ورځپاڼه زیاتوي که چېرته بهرني ځواکونه له افغانستان نه ووځي سخت دریځې ډلې به په خپلو کې جنګونه وکړي په خا صه توګه هغه ډلې چې اوس هم په سیاست کې ښکیل دي لکه داعش، او القاعده یا نور . ورځپاڼه په دې باور ده چې ولسمشر غني هم ځینې تېروتنې درلودې او په افغانستان کې د امنیت د خرابوالي سبب شوي . د مطلب په اوږدو کې راځي چې ولسمشر غني د پاکستان پوځي مرکز ته ددې لپاره تللی وو چې ځینې کسان چې فکر کېدو د افغانستان د امنیت په خرابېدو کې ونډه لري او طالبان کنټرلوي او له نړیوالو اصولو سرغړونه کوي لیدنه وکړي خو دې کار کومه نتیجه ور نه کړه بلکه چاودنې او جنګ لاپسې قوي شو . ورځپاڼه زیاتوي چې د ولسمشر غني په توصیه د آي اس آي ځینې کسان له استخباراتو لرې کړی شول مګر د افغانستان په امنیت هیڅ مثبت اغېز ونه کړ. ورځپاڼه زیاتوي چې لویدځ هم په افغانستان کې دېرې غلطۍ وکړې کله چې طالبان مشرانو په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کال د امریکا او برېتانیا سره د سولې خبرې غوښتې خو امریکا ونه غوښتل او په جنګ یې ټینګار کوو . د مطلب په پای کې راځي او س افغانان وېره لري چې د ټرمپ او طالبانو ترمنځ کومه پټه معامله تر سره نشي.
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

newest oldest most voted
Notify of
M Sabir
Guest
M Sabir

M sabir minawal