مچان چاپېریال ته څومره ګټه رسوي؟

۱۸ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۲۸ ب.ظ -

مچان چي زموږ په ټولنه کي ئې ارزښت کم دی، په حقیقت کي د چاپېریال له پاره یو حیاتي موجود دی. مچان په چاپېریال کي ډېر کارونه په غاړه لري، لکه: د کثافاتو تجزیه کول، د خوراکي هرم فعال ساتل، د یو شمېر میکروبونو له منځه وړل او داسي نور.

د مچانو د ارزښت په اړه لاندي ټکي په تشریحي ډول بیانوو:

مچان د تجزیه کوونکو په توګه:

ممکن د مچانو تر ټولو ستر کار د غیرضروري توکو تجزیه کول وي. تاسي ته معلومه ده چي اصلاً دغه کار د بېکټریا، میکروبونو او فنجانو دی، خو مچان هم ونډه په کښي لري. موږ لیدلي دي، کله چي یو ژوندی موجود مردار سي، څه وخت وروسته په ډلو ډلو مچان پر کښېني او ولاړېږي. په لنډ ډول، چېري چي کثافات وي، هلته مچان ډېر وي. مچان له کثافاتو څخه خپله خوراکه حاصلوي.

د تجزيه کوونکو مچانو د لا ښه معلوماتو له پاره د مایک انډرا د یوې په زړه پوري څېړني یادونه کوو. نوموړی د خپل څېړني لنډیز داسي بیانوي:

“تر ټولو مخکي تاسي باید ټول عکسونه په ډېر دقت سره وګورئ.

یو سهار چي کله له کوره راوتم، د کور مخ ته مي موش خرما مړه پرته وه. ما ته دنده راکړل سوې وه چي د تجزیه کوونکو په اړه څېړنه وکړم. فکر مي وکړ چي همدغه ئې ښه ورځ ده. له کوره مي مېز او کامره راواخیستل او د موش خرما مخ ته کښېناستم. تر هغو چي مي خپل څېړنه بشپړول، د موش خورما د تجزه کېدو له پاره مي ډېر وخت تېر کړ.

تقریباً یو نیم ساعت وروسته پر موش خرما ډېر مچان راټول سول. هر څه چي پېښېدل د هغه څخه مي عکس اخیستی. که څه هم ما سل واره داسي پېښي لیدلي وې، خو دا ځل مي د یو څېړونکي په توګه هري نقطې ته په ډېر دقت سره کتل.

لومړی یو مچ راغی، پر موش خرما شاوخوا راوګرځېدی او زما په فکر ورته ویل به ئې: “ژر سه چي موږ خپل کار ته ادامه ورکوو!” وروسته مچان ډېر سول او کرار کرار ئې خپل کار ته ادامه ورکړه.

د موش خرما پر بدن ډېر وېښتان وو، مچانو ته ډېره ستونزمنه وه چي هګۍ په کښي واچوي. مچان په هغه ځای پسي ګرځېدل چي هګۍ ئې په کښي خوندي وي.

تر لږ وخت وروسته مچانو د موش خرما پزه او خوله پیدا کړه او هلته ئې هګۍ اچولو ته ادامه ورکړه. دغه مچان تقریباً د ۶ ساعتو له پاره د موش خرما په پزه او خوله کي ناست وو او هګۍ ئې اچولې. تقریباً ۱۸ ساعته وروسته چي مي کله وکتل د مچانو له هګیو څخه نور مچان راووتل او د موش خرما په پزه او خوله کي ځای پر ځای سول. دویمه ورځ مچانو یوازي خوراک کاوه، ولي هګۍ ئې نه اچولې.

مچانو د موش خرما سترګه، خوله او پزه په ډېري آسانۍ سره تجزیه کړل او په دې توګه ئې د نس دننه لار پیدا کړه او خپل کار ته ئې ادامه ورکړه.

تقریباً د یوې میاشتي په جریان کي ټوله موش خرما تجزیه کړل سوه او مچان پر خپله لار ولاړل.”

مچان د فعالو ښکار کوونکو په توګه:

د مچانو یوه ډله فعال ښکار کوونکي دي. ښکار کوونکي مچان د ټولو عضوي موادو ښکار کوي. په طبیعي چاپېریال کي ځیني مچان میکروب خپروونکي مچان خوري. په حقیقت کي ښکار کوونکي مچان د جسامت له پلوه ډېر کوچني دي. دوی نه څوک چیچلای سي او نه چا ته نېښ لګولای سي. دوی خپله ضرر رسوونکي موجودات نه سي کېدلای، ځکه یو خو ډېر کوچني دي او بل تر خپل ښکار ځای لېري نه ځي.

ښکار کوونکي مچان ځیني میکروبونه هم له منځه وړي. دغه مچان پر کثافاتو ډېر لیدل کېږي. د یادولو وړ ده چي ښکار کوونکي مچان په ورته وخت کي کثافات هم ټوټه کوي.

مچان د ښکار په توګه:

زیات شمېر ژوندي موجودات د بل ژوندي موجود خوراکه ده. مچان هم یو له دغو موجوداتو څخه دي. زیات شمېر حشرات او ورته نور حیوانات سته چي مچان خوري او په دې توګه د انرجۍ هرم ته دوام ورکوي، لکه: چنګښه، غڼي، ستني، غالبوزي، د خدای اوښ (اخوندک)، سره سینه لرونکي مرغان، چوغکي، همینګ مرغه، هیلۍ، کورنۍ پیشياني، سقنقور، مارمولک او داسي نور ژوندي موجودات.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

newest oldest most voted
Notify of
ګل احمد څاروان
Admin
ګل احمد څاروان

ډېره ښه معلوماتي او اهمه ليکنه ده.
پر قلم مو برکت