د هوا د ککړتیا اغېزې

۱۹ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۵۹ ق.ظ -

په تېرو ګڼو کي مو چاپېریال، د هوا ککړتیا او د هوا د ککړتیا لاملونه په ګوته کړل. دا ګڼه به پر انسانانو، حیواناتو، نباتاتو او په ټولیزه توګه پر ټولو ژوندي او غیرژوندي موجوداتو د هوا د ککړتیا تاثیرات په نښه کړو.

لاندي د هوا د ککړتیا یو شمېر کلیدي تاثیرات دي، چي په پر له پسې ډول به ئې جلا جلا تشریح کړو:

تېزابي کېدنه: Acidification

د هوا ککړوونکو موادو سره کېمیاوي تعاملات کولای سي تېزابي مرکبات په وجود راوړي چي نباتاتو، حیواناتو، انسانانو او ودانیو ته سخت زیانمن تمامېږي. کله ناکله چي هوا ککړوونکي، لکه: سلفیورک اسیډ، د باران د منځ ته راتلو په وخت کي له اوبو سره یو ځای سي، د باران اوبه تېزابي کوي. کله چي د باران اوبه تېزابي سي، تېزابي باران رامنځ ته کېږي. نو هر کله چي تېزابي باران پر یوه سیمه واورېږي، کولای سي درختي له منځه یوسي او حیوانات، ماهیان او نور ځنګلي ژوندي موجوداتو ته په پراخه پیمانه زیان ورسوي.

تېزابي باران چي کله د درختو پر پاڼو اورېږي، نو د هغو جوړښت او سيسټم خرابوي.

همدا راز چي کله تېزابي باران پر خاورو واوري، د خاوري د جوړېدو پروسه اخلالوي. د خاوري د جوړېدو پروسه د خاوري جوړښت ګډوډ کوي او په نتیجه کي د نبات د راشنه کولو توان له لاسه ورکوي او برعکس د نبات تخم خرابوي. همدا راز تېزابي خاوري د نورو غذائي موادو ترکیب او جوړښت هم اغېزمنوي.

د یادولو وړ ده چي تېزابي باران د بندونو، ویالو او جهېلونو اوبه تېزابي کوي چي د اوبو دننه ژوندي موجوداتو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

یوټرافيکېشن: Eutrophication

د اوبو د چاپېریال دننه د طبیعي یا مصنوعي موادو تر حد په داسي توګه زیاتېدا، چي په پایله کي ئې د اوبو دننه ایکوسيسټم خراب سي، یوټرافیکېشن بلل کېږي.

تاسي به لیدلي وي چي د باران اورېدلو په وخت کي په لښتیانو، ویالو او ورته نورو ځایونو کي زیات طبیعي او مصنوعي مواد راټول سوي وي، چي لښتان ئې بند کړي وي. همدغه مواد دي چي د اوبو ایکو سيسټم ته زیان رسوي.

کله چي باران اورېږي، نایټروجن او ځیني نور هوا ککړوونکي په بندونو او خاورو کي ذخیره کېږي. دغه ذخیره کېدا باالعکس په اوبو او خاورو کي دننه غذائي مواد زهرجن کوي.

په بندونو، جهېلونو او ویالو کي د طبیعي او مصنوعي موادو ډېرېدای د اوبړۍ (الجي) په تولید کي سرعت راولي او د الجي د رامنځ ته کېدو په پایله کي د اوبه دننه ژوندي موجودات له منځه ځي.

د مځکي د سطحي اوزون: Ground-level Ozone

له یو شمېر هوا ککړوونکو سره د هوا کېمیاوي تعاملات، د اوزون (O3) په څېر زهرجن ګاز تولیدوي. د اوزون ګاز کولای سي د انسانانو، حیواناتو او نباتاتو پر صحت سخت تاثیر وکړي. د اوزون د زیاتېدا په صورت کي انسان د پوستکي د سرطان او سترګو په ناروغیو اخته کېږي.

معلق ذرات: Particulate Matter

هوا ککړوونکي مواد کېدای سي د پېچلو کوچنیو ذراتو په شکل موجود وي. دغه پېچلي ککړوونکي ذرات هر ژوندي موجود ته تاواني دي. د پېچلو ذراتو تاثیرات د وخت او تولید سره اړیکه لري او یا هم د کېمیاوي مواد او ذراتو په تولید کي توپير لري.

زموږ پر وجود د معلقو ذراتو تاثیرات سترګي، پزه، ستونی، باندنی تنفسي سيسټم خرابوي او د تبي او ټوخي لامل کېږي. همدا راز په دغه تاثیراتو کي د سر درد، خواګرځی او الرجيکي عکس العملونه هم شامل دي.

په هوا کي د پېچلو ذراتو ډېرېښت انسان د ساه لنډۍ او ساه بندۍ په ناروغیو اخته کوي.

د دغو ذراتو ډېرېدا اوږدمهاله تاثیرات هم لري. دغه تاثیرات د تنفسي ناروغیو، د سږي د سرطان، د زړه ناروغي، د دماغ ناروغي، د نیورانونه خرابوالی، د ینې او پښتورګو خرابوالی دی.

که چېري په هوا کي معلق ذرات ډېر زیات سي، نو د ماشومانو پر صحت اغېز کوي او تاثیرات ئې په غټوالي کي ښکاره کېږي.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

newest oldest most voted
Notify of
ګل احمد څاروان
Admin
ګل احمد څاروان

ښکلې او معلوماتي ليکنه