قریشي: ګاونډيان غواړي پاکستان يوازې پريږدي

۲۰ حوت , ۱۳۹۷ ,ساعت ۵:۱۱ ب.ظ -

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي دي، ګاونډي هېوادونه يې غواړي چې پاکستان نړۍ کې يوازې کړي او يوې څنډې يې پريږدي.

پنجاب کې یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، ګاونډي هېوادونه په تېره بیا افغانستان تل د خپلو ستونزو او ناکامیو بار د پاکستان پر اوږو اچوي او په حقیقتونو سترګې پټوي چې دا چاره نه یوازې ګټه نه لري بلکې ستونزې لا ډېرولی شي.

هغه زیاته کړه، افغانستان، هند، ایران او چین په دې وروستیو کې هڅې پیل کړې دي څو پاکستان په نړۍ کې یوازې کړي خو په وینا یې دوی د ترهګرو پر وړاندې تل مبارزه کړې ده او نړۍ د دوی د لاسته راوړنو او مبارزو شاهده ده.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

newest oldest most voted
Notify of
اندړباشي
Guest
اندړباشي

نو چین هم ګوا د رسمي دښمنانو ‌‌‌‌‌‌ډلې ته اضافه شو