د کندهار اوسني صحي خدمات څه ‌‌‌‌‌‌ډول ارزوی؟

۱۱ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۲:۵۳ ب.ظ -

غلام سخي مرادي قومي مشر – کندهار

ريښتيا هم په اوسني مهال کي د روغتيايي خدماتو ستونزه ډېره جدي ستونزه ده، خو که چېري بيا موږ او تاسي لږ تېرو څو کلونو ته ولاړ سو، نو ويلای سو، چي اوس هم په روغتيايي برخه کي زيات کار سوی او لا هم بايد د روغتيا ساتني په موخه روغتيايي خدمات ګړندي سي، ځکه چي اوس زموږ زياتي لېري پرتې ولسوالۍ له روغتيايي پلوه سختي د اندېښنې وړ دي، په دې چي په لېرو پرتو سيمو کي اوس هم روغتايي خدمات په هغه کچه چي ورته ضرورت دی، نه دي عرضه سوي. دا هم مالومه خبره ده، چي په افغانستان کي د مور او ماشوم مړينه خورا په لوړ ګراف کي ده، د نړۍ په کچه په افغانستان کي د مور او ماشوم مړينه ډېره ده. نو پکار ده، چي د ښار تر څنګ په لېرو پرتو ولسواليو کي هم روغتيايي خدمات چټک سي او خلکو ته په هغه اندازه چي ضرورت وي، وړاندي سي. زه  په ګنديګام سيمه کي ژوند کوم، موږ د کلي خلکو په ګډه سره يو روغتيايي کلينيک جوړ کړی او تر ډېره راسره ولايتي ادارې هم مرسته کړې، نو زما پيغام همدا دی، چي زموږ شتمن هيوادوال بايد په خصوصي برخه کي هم د روغتيا ساتني ته پاملرنه وکړي، ځکه دا هيواد زموږ ټولو افغانانو دی، نو هر افغان دا دنده لري چي په هره برخه کي دا هيواد او د دې هيواد وګړي ضرورت ولري، بايد مرسته ورسره وسي، تر څو موږ هم په نړيواله کچه يو آباد افغانستان ولرو، چي له هره پلوه پکي ستونزي حل سوي وي. د آباد، سرلوړي او آزاد افغانستان په هيله!

حاجي شاه ولي شاه اغا د ساداتو تر قيادت لاندي د ګډو قومونو د همږغۍ د شورا رئيس

په عمومي ډول که چېري موږ د کندهار صحي برخه وګورو، نو ويلاى سو، چي په تېرو څو کلونو کي په کندهار کي په روغتيايي برخه کي څه لاسته راوړني لرو، چي يو مثال يې ميرويس روغتون دی، چي په کندهار کي تر زياتو شخصي روغتونونو مجهز او مکمل دی، خو په لېري پرتو ولسواليو کي لا هم په هغه اندازه چي ضرورت دی، په روغتيايي برخه کي کار نه دى سوى، اوس هم موږ په ولسواليو کي ښځينه ډاکټراني نه لرو، اوس هم زموږ زياتي خوېندي د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي، البته د ښځينه ډاکټرانو ستونزه د هيواد په کچه موجوده ده، پکار ده چي مرکزي او ولايتي اداره دا ستونزه جدي وګڼي او د حل لپاره يې ژر تر ژره جدي ګامونه پورته کړي. دوهمه ستونزه په کندهار ښار کي د تاريخ تېرو درملو ده، که څه هم د عامي روغتيا رياست په دې برخه کي خورا فعاله رول لوبولی، خو بيا هم کار غواړي او د روغتيا چارواکي بايد د روغتيايي خدماتو په ارضه کولو کي دې خوار او مظلوم ملت ته زياتي هلي ځلي وکړي، تر څو مو د هيواد هر فرد-فرد د پوره روغتيا خاوند واوسي.

بصیراحمد بشارت مدني فعال – کندهار

په کندهار ولایت کي د صحي خدماتو په اړه باید ووایم، چي د دې ولايت اوسني نفوس او د خلکو ستونزو ته په کتو، سړی ویلای سي، چي صحي خدمات هغومره نه دي، لکه څنګه چي ورته اړتیا ده. لومړی راځم هغه صحي کلینيکونو ته چي د ښار او ولسوالیو په بېلابېلو برخو کي فعالیت کوي، دغه کلینیکونو ته د ورځي په سلهاوو ناروغان راځي، خو هغوی ټولو ته په یوه کوچنۍ پلاسټیکي کڅوڼه کي څو دانې رنګه او سپیني ګولۍ ورکول کېږي، چي د ټولو ناروغانو دوا-درمل یو ډول وي، که چېري صحي خدمات موجود وای، دې کلینیکونو ته به په دومره شمېر سره ناروغان نه راتللای. مالومه خبره ده، چي ناروغان ډېر دي، خدمات لږ دي. په کندهار کي د حوزې په کچه یو دولتي روغتون موجود دی، چي دې روغتون ته د کندهار تر څنګ د اروزګان، زابل، هلمند او نیمروز ولایتونو ناروغان راځي، نو کله یو روغتون د دومره ډېر شمېر ناروغانو لپاره بسنه کوي؟ چي په ښار کي خلک صحي خدماتو ته په سمه توګه لاس رسی نه لري، د لېرو پرتو سیمو خلک خو بېخي د ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. اوس راځم د شخصي روغتونونو حال درته وایم، چي دا روغتونونه هم یوازي د پیسو ګټلو په لټه کي دي، نه تشخیص کولای سي، نه سمه تداوي، هر ناروغ چي ورځي، باید د ځان سره په زرهاوو پیسې وروړي، تر څو يې علاج وسي، خو په سمه توګه یې علاج هم نه کېږي، ناروغ مجبوره دی، چي ګاونډیو هیوادونو ته د علاج لپاره ولاړ سي، د ښځینه ناروغانو ستونزي خو تر بل هر چا ډېري وي، ځکه چي متخصصي ښځینه ډاکټراني نه لرو، هغه ډاکټراني چي دلته د ډاکټري په نوم کار کوي، ټولي یې قابله ګاني او یا نرساني دي، دوی کلینیکونه خلاص کړي دي او د خلکو څخه پیسې شکوي.

احسان الله همدرد د کندهار اوسېدونکى

وروستۍ احصایې ښيي، چي افغانستان د روغتيا او سلاميتا، په تېره بيا د اوميندوارو مېرمنو د وضعيت له پلوه مناسب وضعيت نه لري او ممكنه ده دغه وضعيت، په يو مهال کي د انساني ناورين سبب وګرځي. په ۲۰۱۰ كال كي د نړۍ د روغتيايي ادارې د احصايو په اساس، په دوه دېرشو افغان اوميندوارو مېرمنو كي يوه مېرمن د ماشوم زېږولو پر مهال خپل ژوند له لاسه وركوي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو بسپني (يونيسيف) هم اعلان كړي دي، چي په ۲۰۰۹ كال كي په افغانستان كي په پنځو كي يو ماشوم پنځو كلونو ته نه رسېږي، خو اوس دغه احصايې په هرو لسو ماشومانو كي د يوه ماشوم مړيني ته كمي سوي دي. په کندهار کي هم د مور او ماشوم مړينه يو لويه ستونزه ده، خو بيا هم په عمومي ډول، اوس دا دی موږ په کندهار کي د دولتي روغتون تر څنګ شخصي روغتونونه هم لرو، چي تر ډېره ځايه يې په روغتيايي برخه کي مشکلات حل کړي دي. په اوس مهال کي ستونزه په ښار کي نسته، يوازنۍ ستونزه چي  زه يې له خلکو اورم په ولسواليو کي د صحي خدماتو له امله ده، ځکه زموږ ځيني ولسوالۍ اوس هم په روغتيايي برخه کي زياتي ستونزي لري او اوس هم ورته د ضرورت سره سم روغتايي خدمات نه رسېږي، خو بيا هم هيله سته چي په ډېر نژدې مهال کي به ولسواليو ته هم صحي خدمات ورسېږي او د ښار په ګډون به ولسوالۍ هم له روغتيايي پلوه د ښه وضعيت خاونداني سي. دولت په دې برخه کي ستره دنده لري، تر څو د هيواد ګوټ-ګوټ ته روغتيايي خدمات ورسوي او دا هر څه وخت ته ضرورت لري. په دې هيله چي په راتلونکي کي به دا او دېته ورته نوري ستونزي حل سي. 

احمدشاه شاداب خبريال

په کندهار کي د تېر په پرتله صحي خدمات ښه سوي دي او تر ډېر ځايه پوري هغه ډاکتران کم سوي دي چي پخوا به یې د تجربې له مخي خلکو ته دوا-درمل ورکوله. په داسي حال کي چي په تېرو وختونو کي دغه ستونزه زیاته وه. په کندهار ښار او ولسوالیو کي هغه ستونزي چي پخوا په صحي برخه کي وې، تر ډېره حل سوي دي. خو بیا هم دا چي اوس مهال په کندهار کي په دې برخه کي زیات کار سوی دی، ستونزي او مشکلات سته. په کندهار ښار کي میرویس حوزوي روغتون يواځنی روغتون دی، چي په دې روغتون کي خدمات تر ډېره عصري سوي دي، تر ډېره نظافت (پاکي) پکي مراعت سوې، خو په دغه روغتون کي په عاجل واټ کي د مسلکي ډاکترانو نشتوالی او د اوسني ډاکترانو کرار او بې وخته کار، ډېر خلک د ستونزو سره مخ کړي او د دې امله ډېرو مریضانو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی. دوهم خبره په ميرويس روغتون کي د ویني د بانک ده، ويل کېږي چي په یاد د ويني بانک کي په غیرمستقیم ډول د خلکو څخه پیسې اخليستل کېږی. په داسي حال کي چي دا يو دولتي روغتون دی او دلته باید هر څه په وړیا ډول وي، خو داسي نه ده، دلته په مختلفو ډولونو او د خلکو د مجبوریتونو څخه په ګټي اخیستني سره غیرقانوني پیسې اخیستل کېږي. په ياد روغتون کي د مریض په وړاندي د ډاکترانو کړني د منلو نه دي، ډاکتر د خپل یوه مریض سره داسي چلند کوي، چي روغ کس ورسي لا به هم مریض سي. همدا راز، شخصي روغتونو ته نه پاملرنه زیاتي ستونزي زېږوي، هغه دا چي په روغتونونو کي د نرسانو بد چلند او پر وخت  ورته د صحي خدمتونو نه رسول دي، چي په دې سره هم زیات مریضان خپل ژوند د لاسه ورکوي. دا ټولي هغه ستونزي دي، چي د صحي خدمتونه په وړاندي یې یو لوی خنډ رامنځ ته کوي او په دې سره مو په ټولنه کي مریضۍ زیاتېږي او مریضان خپل ژوند  د لاسه ورکوي.

عبدالنافع افتاب د کندهار ښار اوسېدونکی

 په کندهار کي صحي خدمات تر ډېري اندازې سره سم روان دي، خو دا چي تر پرونه پوري پخلا صیب د زورواکو له لاسه څه نه سوای کولای، خو د نوي دولت په راتګ سره مي نور هم امید زیات سوی، چي خدای ج به تر دې هم نور اصلاحات راولي، مثلاً پخلا صیب اوس د هغو درملتونو تړل شروع کړي دي، چي غیرقانوني دي او دا پروسه آن تر ولسوالیو پوري رسېدلې ده. په دولتي کلینیکونو کي هم تر يو اندازې اصلاحات راغلي دي، مثلا: په میرویس روغتون کي به مخکي رضاکاره کارکوونکي موجود وو، خو هغه اوس ټول جواب سوي دي او یواځي هغه کسان کار کوي، چي رسمي وي او همدا ډول به مخکي هغه قابله ګاني په روغتون کي موجودي وي، چي یا به يې په پوهنتون کي وي او یا به تازه فارغه سوي وې. او امید لرو چي نور به هم اصلاحات راسي، خو هغه درمل چي له پاکستانه راځي، هغه تر اوسه سم نه کنټرولېږي او نه به کنټرول سي، نه پوهېږم چي د عامي روغتيا ریاست سر نه پسي ګرځوي، که يې نه سي کنټرولولای، ځکه دواوي چي هر څومره او هر چا راواردي کړې، بس نو راوړي يې. که پخلا صیب غواړي چي نور يې هم کارونه پر مخ ولاړ سي، نو خپل کارمندان دي خپلو وظیفو ته متوجه کړي.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed