په ځینو خصوصي پوهنتونونو کي د طب پوهنځۍ تدریسي بهیر ځنډول څنګه ارزوی؟

۱۲ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۱۱:۳۱ ق.ظ -

پوهنیار عبدالمالک نیازی

د لوړو زده کړو وزارت مسؤلیت لري چي د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسساتو کیفیت ته پاملرنه وکړي او عملا د دوی په کیفیت لوړاوي کي برخه واخلي. محترم وزارت  باید له خصوصي سکتور سره د کیفيت جوړوني په برخه کي په دوه مرحلو کي کار وکړي:

په لومړۍ مرحله کي باید د تشویق څخه کار واخلي، پانګوالو ته لازمي اسانتیاوي برابري کړي، په مالیه کي ورسره همکاري وکړي، تر څو په دې برخه کي پانګوال او سرمايه داران لازیاتي پانګوني ته وهڅېږي.

د لوړو زده کړو وزارت باید په خصوصي سکتور کي هم لکه د دولتي سکتور، استادانو ته علمي رتبې ورکړي او د ظرفیت لوړوني لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا سکالرشیپونه ورکړي او د وظیفوي مصؤنیت لپاره يې لازم تدابیر ونیسي، تر څو وکولای سي په ډاډ او اطمينان سره خدمت وکړي.

دولتي پوهنتونونه باید له خصوصي پوهنتونو سره په کیفیت لوړونه کي همکاري وکړي، د کیفیت ارتقاء اړوند سمینارونو کي چي د لوړو زده کړو وزارت او دولت په بوديجه تمویلېږي، دوی هم شریک کړي له خصوصي سکتور سره د مور او میرې سلوک پرېږدي، له دوی سره د ګډي همکارۍ لاس ورکړي.

په دوهمه مرحله کي د مکافاتو او مجازاتو مېکانزم په کار واچوي، د یوې شفافي ارزیابۍ وروسته باکیفيته پوهنتون ته مکافات او بې کیفیته هغه ته مجازات ورکړي او په مجازاتو کي هم تدریجي ولاړ سي، لومړی اخطار او بیا مالي او په درېیم ځل معنوي مجازات، یا سلب اعتماد کړي.

که لومړۍ مرحله طی نه کړو او عملا د خصوصي ستکور په کیفیت لوړولو کي کار ونه کړو او ناڅاپي په مجازاتو پیل وکړو، نو دا به د حل لار نه وي او مثبتي پایلي به ونه لري تاوان به يې ټولني او ځوانانو ته وي. که دقیق ووایو، نو دا به تر ټولو لومړی د دولت او د لوړو زده کړو وزارت ناکامي وي، ځکه چي موږ ټول یو له بل سره تړلي یو، د لوړو زده کړو مؤسساتو کامیابي د لوړو زده کړو وزارت کامیابي ده او د وزارت کامیابي د دولت کامیابي ده او د دې ټولو په پای کي د ټولني لپاره غټه لاسته راوړنه ده. 

د ملالۍلوړو زده کړو مؤسسې د علمي چارو مرستيال نعمت الله شاکر

ښوونيز مرکزونه او ادارې د ټولني د پرمختګ او رفاه اساسي اسباب دي، ځکه د هري ټولني د بريا او پرمختګ راز او شرط زده کړه او پوهه ده.

د خصوصي ښوونځيو او خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو فعاليت ته اجازه ورکول، که له يوه اړخه د عام ولس لپاره د زده کړو زمينه برابروي، له بله اړخه يې د دولت سره د سترو فشارونو په زغملو کي خورا له ستړيا او خطرونو ډکه همکاري کړې ده.

د هيواد په پلازمېنه او مختلفو ولايتونو کي په ميليونونو کسان په خصوصي ښوونځيو او لوړو زده کړو مؤسسو کي په زده کړو او لوړو زده کړو بوخت دي، چي دا د ولس او دولت متقابل احسانونه دي.

د ښوونيزو مراکزو حمايه او هڅونه د هغو کسانو تقديرول دي، چي خپل وخت او امکانات يې د علمي مراکزو په تاسيس کي ورکړي دي. دا حمايه او هڅونه به د مادي او معنوي شتمنيو خاوندان وهڅوي، چي علمي او اکاډيميک مراکز تاسيس او تقويه کړي.

د پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسساتو ارزونه او څارنه د دولت خاصتا اړوندو وزارتونو مکلفيت او صلاحيت دی؛ خو د مجازاتو په توګه د دوی د فعاليت صلاحيتونه دايمي يا موقتي سلبول، د علمي مراکزو د مؤسسينو، رهبرۍ، مشترکينو، اداري او کادري پرسونل محرومول دي.

په کار ده، چي د لوړو زده کړو وزارت دولتي پوهنتونونو ته دنده ورکړي، چي د اړوندو خصوصي پوهنتونونو سره همکاري وکړي. د دې تر څنګ دولت، خاصتا لوړو زده کړو وزارت بايد د خصوصي پوهنتونونو لپاره هم د دولتي پوهنتونونو غوندي د بورسونو، ترفيعاتو او نورو امتيازاتو اړوند همکاري وکړي، تر څو عام ولس نور هم پر خصوصي پوهنتونونو باور زيات کړي، چي په نتيجه کي به دولت له دغه فشار څخه تر څه حده نور هم خلاص وي، چي د نورو چارو تر څنګ يې د زده کړو او لوړو زده کړو په برخه کي مادي، بشري اوتخنيکي منابع په کار لوېدلي دي.

په عموم کي د دولت او په خاصه توګه د لوړو زده کړو او پوهني وزارتونه او اړوندي ادارې مکلفيت لري، چي د ښوونيزو ادارو د حمايې او هڅوني لپاره هر راز مرستي او همکارۍ وکړي، تر څو له يوه اړخه پرمختګ وکړو او د نورو ټولنو سره به سيالان سو، او له بله اړخه به مو خپل مسئوليتونه څه ناڅه رفع کړي وي او خپل ولس ته به مو په خپله هيواد کي اکاډيميک خدمات عرضه کړي وي.

د دغي حمايې او هڅوني څو ګټي په لاندي ډول دي:

په ټولنه کي به د علمي فقر ځای علمي رفاه او ارتقاء ونيسي.

د علمي مراکزو مؤسسين او کارمندان به له مايوسۍڅخه وژغورل سي.

نور مادي او معنوي شتمن به وهڅېږي، چي علمي مراکز جوړ او تاسيس کړي.

خصوصي اکاډيميک سکټور به د عامو خلکو په زړونو کي محبوبيت پيدا کړي او دا به د پوهي او لوړو زده کړو په حصول کي ستر رول ولري. 

ډاکټر امیر سید هاشمي

دا چي د لوړو زده کړو وزارت د ځينو خصوصي پوهنتونونو لپاره د طب پوهنځي د لغوه کولو اعلان کړی، نو په کندهار کي د خصوصي پوهنتونونو په اړه د پورته سويو گامونو اغېز تر ډېره بريده تر سترگو کېږي، چي د میندو او ماشومانو د مړیني کچه د تېرو کلونو په نسبت ډېره کښته سوې، نتيجه یې دا ده چي د خصوصي پوهنتونونو د فعالیت او فارغینو د موجودیت له کبله په هر والسوالي او کلي کي د MD په اندازه نارینه او ښځینه ډاکټران فعالیت لري. دا مهال په کندهار ولایت کي د میرویس نیکه ترنامه لاندي خصوصي پوهنتون چي مجهز پوهنتون دی د سیمي په سطحه پراخه صحي خدمات لري، چي ښه بېلګه یې دا ده چي یو شمېر د دې پوهنتون د طب پوهنځي فارغین اوس په دولتي روغتونونو او نورو روغتیایي کلینيکونو کي دنده ترسره کوي. همدارنګه یاد پوهنتون د طب په برخه کي په ملي او بین الملي سطحه د خپلو فارغينو لپاره پروګرامونه ترسره کوي، په بین الملي سطحه د طب په برخه کي د ممتازو محصلینو لېږل هندوستان هیواد ته. د لوړو زده کړو وزارت دغه اقدام به په هيواد کي د روغتيايي خدماتو کمیت نور هم ټیټه کړي، د لوړو زده کړو وزارت دي خصوصي پوهنتونو ته طرحه ورکړي او د دې نوي نهادونو سره دي سالمه مرسته وکړي. په افغانستان کي په تېره څه دپاسه نيمه لسيزه کي د روغتيا په ډگر کي زيات پرمختگ سوى، چي ښه مثال یې د شخصي روغتونونو د طب پوهنځي تشکیلوي. هر کال لسگونه زره افغانان د درملني لپاره له هيواده بهر تر ډېره پاکستان او هند ته ځي، که چېري موږ خپل په هیواد کي د یو سالم رقابت د لاري په طبي برخه کي خدمات ولرو، نو  بهر ته به د ناروغانو فیصدي ډېره کمه کړل سي. د لوړو زده کړو وزارت دا وړتیا نه لري، چي لويو او معیاري پوهنتونو ته زړه ښه کړي، ولي خصوصي پانګوالو ته دي نور مشلکلات نه جوړوي.

عبدالواسع هڅیال د ملالۍ لوړو  زده کړو مؤسسې د دفتر آمر

د ټاټوبي اوونیزي درنو لوستونکو! څنګه چي تاسو درانه په جریان کي یاست چي یو کال وړاندي د ولسمشرۍ ماڼۍ  پرېکړه وکړه، چي د هیواد په کچه دي د ټولو خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسساتو د طب پوهنځي تدریسي بهیر د یو باصلاحیته پلاوي له مخي وارزول سي، چي بالاخره له پلازمېني کابل ځانګړی، خو مختلط پلاوی راغی، څنګه چي ښايي په هغه ډول محترم پلاوي ارزونه ترسره کړه او موږ ته د اړوند پلاوي غړیو له لوري په کراتو مراتو وویل سوه چي ستاسو معیار د مرکز په کچه تر ډېرو پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسساتو هم لوړ دی، ستاسو نمرې به حتمي له (۸۰-۹۰)پوري وي، موږ هم په دې خبره ډاډه  وو  چي له ښه مرغه موږ خپل کیفیت د لوړو زده کړو وزارت د طرزالعملونو، لوایحو او یوولس ګونو معیارونو ته په کتو سره  عیار کړی دی.

د ارزوني هيئت فيډبک خورا ډېره موده (۴) میاشتي  وروسته  راورسېد، چي د توقع خلاف بدلون پکښي راغلی و، وموغوښتل چي د لوړو زده کړو وزارت ته د بیا کتني غوښتنلیک ورکړو، خو له دې کار څخه تېر سو او پرېکړه مو وکړه، چي که نمرې مو کمي دي باک نه لري، نوره هڅه به وکړو، چي خپلي ټولي نیمګړتیاوي پوره کړو.

ناببره مو خواشینوونکی خبر پر داسي مهال واورېد، چي د کانکور ازمویني ته یوه ورځ پاته وه، هغه دا چي ملالۍ د لوړو زده کړو مؤسسه هم نه سي کولای د موقت وخت لپاره طب پوهنځي ته محصلین جذب کړي، ځکه چي د کامیابۍ څخه يې یواځي دوې نیمي نمرې کمي وې!

پورته جریان ته په کتو سره ویلای سو، چي د طب پوهنځیو تدریسي بهیر د ځنډ او خنډ زور به د هغه لوستي طبقې او طب پوهنځیو تر محصلینو وزي، چي په روانه ازموینه کي یې اړوندو پوهنتونونو ته نوم ليکنه کړې وه، بله اقتصادي ضربه به یې د پوهنتونو او لوړو زده کړو مؤسساتو ادارو ته هم ورکړې وي، چي د روان کانکور لپاره یې د اعلاناتو په برخه په سلګونو زره افغانۍ مصرف کړي دي، ځکه چي محترم وزارت په داسي وخت کي اعلامیه ورته خپره کړه چي ازمویني ته یواځي یوه ورځ پاته وه، نو د یوې ادارې بې کفایتي او بې پروايي نوره څنګه وي!

ډاکټر دوست محمد عابد

د طب د پوهنځیو بندېدل اوس مهال په افغانستان کي اړین نه دي، ځکه د افغانستان اکثر اوسېدونکي ځوانان دي او دا ځوانانو اوس تعلیم ته مخه کړې ده او دوی غواړي چي د صحت په برخه کي زده کړي وکړي، تر څو له یوې خوا په افغانستان کي د صحي کارمندانو تعداد ډېر سي او د بلي خوا دوی د خپل صحت حفاظت په کافي اندازه وکولای سي، ځکه په افغانستان کي د صحي کارمندانو تعداد لږ دی، ټول دولتي او خصوصي روغتونونه صحي کارکوونکو ته ضرورت لري، که چېري د طب پوهنځي بند سي، نو اوس مهال په افغانستان کي ډېر ځوانان د صحي تعلیم څخه بې برخي کېږي او جکړو ته به مخه کړي او په افغانستان کي به د وینو د تویېدو سبب سي چي دا کار د هیڅ چاه لپاره ګټه نه لري. 

عبدالهادي احساس د طب پوهنځي محصل

دا چي د دولت تر څنګ خصوصي سکتور هم يو د پام وړ بدلون رامنځ ته کړی او هغه ځوانانو ته يې د زده کړي زمينه برابره کړې، چي د خپل خوښي دولتي پوهنځيو ته د برياليتوب څخه پاتي سوي وو او د دوی غوښتنه هم دا وه، تر څو هغه وخت چي دوی يې بيا د دولتي کانکور لپاره انتظار باسي د هغه وخت د تلف کېدو مخه به يې هم نيولې وي، نو د جناب وزير صاحب څخه مو هيله دا ده چي په هر سمستر کي د خصوصي طب پوهنځيو ارزيابي وکړي او د پام وړ اصلاحات پکښي راولي، نه دا چي د دوی خدمات بېخي ودرول سي.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed