د ماشومانو لپاره د کور د کارونو ارزښت

۱۳ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۸:۵۹ ق.ظ -

د ګټې حس په ټولو انسانانو کې ډېر پیاوړی وي، هغه که ماشوم وي او یا هم لوی. په ماشومانو کې له ۱۸ میاشتو وروسته دغه حس را ژوندی کېږي او غواړي چې له خپل مور او پلار سره په کارونو کې مرسته وکړي.

دوی په دې برخه کې ډېر پلټونکي وي، د دوی د کار ارزښت په دې وخت کې ډېر پورته وي. د مور او پلار لپاره لازمه ده چې په دې برخه کې د هغوی په روزلو کې مرسته وکړي او هغوی ته لارښوونه وکړي.

د ماشومانو د روزنې کتاب لیکونکی “پروفیسور راجر ډبلیو مکنتایر” په دې اند دی، چې ماشوم باید په کور کې ځینې مسوولیتونه ولري، چې له لاندنیو لارو څخه په ګټې اخیستنې کولای شی، هغه خپل مسوولیت ته متوجه کړی او تر څنګ یې ورسره مرسته او لارښوونه هم وکړی.

هېڅکله پر ماشوم فشار مه راوړئ چې کار دې په سم او اساسي ډول بې له کومې تېروتنې ترسره کړي. له ماشوم څخه دا تمه مه کوئ چې ټول کارونه دې په سم ډول ترسره کړي، هڅه وکړئ چې د ماشوم په کار کې په مستقیم ډول ځان دخیل نه کړئ.

حمیدالله حمیدي

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed