بغلان: سېلابونو له امله درې کسان وژل شوي

۱۶ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۱۱:۰۵ ق.ظ -

ځايي چارواکي وايي، د دغه ولايت په ده صلاح ولسوالۍ کې بېګاه سېلابونه راوتلي چې له امله يې درې کسان وژل شوي او پنځه ژوبل دي.

د يادې ولسوالۍ ولسوال فيض محمد اميري رسنيو سره خبرو کې ويلي دي، په وژل شويو او ژوبل شويو کې ټولې نجونې شاملې دي چې عمرونه يې د لسو او شلو کلونو ترمنځ دي.

هغه وايي، وروستيو سېلابونو سيمه کې خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زيانونه اړولي دي، د خلکو کورونه او د کروندې ځمکې يې هم ويجاړي کړي دي.

د يادونې ده چې سږ کال په ډېری ولايتونو کې ورښتونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه واړول چې په نړيواله کچه پرې اندېښنه ښودل شوې ده.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed