کابل:د سرطاني ناروغیو د تشخیص مرکز پرانیستل شو

۱۷ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۸:۰۳ ب.ظ -

په کابل کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص لومړنی مرکز نن د عامې روغتیا د وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز له لورې پرانیستل شو.

فیروز وویل: پردغه مرکز تر یو میلیون ډالره پورې لګښت شوی او په تمامه مانا یو مجهز تشخیصونکی مرکز دی.

د هغه په وینا له دې مرکز سره به نوره اړتیا نه وي، چې د سرطاني ناروغیو د تشخیص لپاره څوک بهرنیو هېوادونو ته لاړشي.

سرچینې وویل: په افغانستان کې هرکال تر ۲۰ زرو پورې کسان په سرطاني ناروغیو اخته کیږي.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed