څنګه د ټولنیزو شبکو کارول محدود کړو؟

۱۸ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۸:۴۳ ق.ظ -

ټولنیزو شبکو ته لږ وخت ځانګړی کړئ! زموږ او ستاسو ډېری د نورو لپاره د ځانښوودنې او یا دا چې ځان پرمختللی معرفي کړو، په بېلابېلو ټولنیزو شبکو کې اکونټونه جوړوو.

 باور وکړئ چې دا لازمه نه ده چې تاسو باید په ټولو شبکو کې د ځان لپاره اکونټ جوړ کړی. د دې لپاره اړتیا نشته چې د موبایل پر سکرین مو ډول ډول پروګرامونه ښکاره شي او په ټولو شبکو کې باید اکونټ ولری.

دغه څه مو ذهني ارامي له منځه وړي. موږ د ژوندي پاتې کېدو لپاره هوا، خوړو، د پروټینو او وېټامینونو ټاکلې اندازې ته اړتیا لرو، نه فیسبوک او انسټاګرام ته. باید هره شېبه د نوټیفیکشن له ټینګ، ټینګ څخه ځان خلاص کړو، ځکه دغه څه مو ارامي له منځه وړي.

 کله چې د خپلو ټولنیزو شبکو نوټیفیکشنونه بند کړی، ورځنۍ چارې به په پوره تمرکز تر سره کړی. په تبلټ او ټلېفون کې مو چې کله نوټیفیکشن او پیغام راځي، موږ ته را یادوي چې په مجازي نړۍ کې نوي څه پېښ شوي دي.

داسې احساس کوو چې که یې ونه ګورو، نو یو څه به له لاسه ورکړو. که د ټولنیزو شبکو نوټیفیکشنونه بند کړو او د ورځې په اوږدو کې یوازې یو ځل سر ور ښکاره کړو؛ دوې ګټې به وکړو.

یو دا چې وخت به مو سپما کړی وي او بله دا چې ذهن به مو د بېلابېلو بدو پېښو، چې زموږ پر ذهن خورا بد اغېز کوي؛ خوندي ساتلی وي.

حمیدالله حمیدي

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed