یو نیال، هم رومی هم پټاټه

۲۰ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۳:۰۴ ب.ظ -

په برتانیا کي یوه بزګر داسي نیالګی ایښی چي په یوه نیال کي پټاتې او رومیان دواړه کوي. دا نیال چي د جولای څخه تر اکټوبر د میاشتو پوري پټاتې او رومیان کوي په ۵ پاونډه خرڅېږي.

دا په نړۍ کي لومړی ځل دی چي په یوه نیال کي رومی او پټاته دواړه یو ځای کرل کېږي نو داسي به ووایو چي اوس به په یوه نیال کي چپس او کیچپ دواړه موجود وي.

دا نیال TomTato نومېږي او د هغو خلګو له پاره ډېر ګټور دی چي د کرلو له پاره لږ ساحه ولري او یا هم په اپارتمانونو کي اوسېږي. دا نیال تر یوه متر پوري لوړېږي چي په لوړه خوا کي رومیان او په کښته خوا کي پټاټې لري.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed