په ټول کلي کي یوازي اوسېږي

۲۰ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۳:۱۱ ب.ظ -

په چین کي تر ۱.۳ بیلیونه زیات کسان اوسېږي، خو داسي هم ده چي په ټوله کلي کي یوازي یو نفر اوسېږي. لیو شینجیا د چین د ګانزو ولایت د شوین شانشي کلي اوسېدونکی دی چي په ټول کلي کي یوازي اوسېږي.

د کلي نور خلک یا هم مړه سوي او یا ښار ته کوچېدلي دي. نوموړی دا لس کاله کېږي چي په دغه کلي کي یوازي دی او دی د خپلي زړې مور په خاطر دلته پاته سوی ځکه چي هغه کوم ځای ته نه سوای تللای خو کله چي هغه مړه سوې، دی اوس یوازي خپل د دوو پسونو سره اوسېږي.

نوموړي د cctv سره په یوه مرکه کي ویلي چي دلته ژوند کول ډېر سخت دي. اوبه او د خوراک شیان نسته او د اوبو له پاره باید په کیلو مترونو مزل وکړي. خو بیا هم دی خپل پر حال خوشحاله دی. نوموړی له اوسنۍ عصري نړۍ څخه ډېر جلا دی او په کور کي د برق شيان لکه ټلیفون، ټلوېزیون او داسي نور نه لري.

د ده څخه وپوښتل سول چي آیا غواړې په عصري نړۍ کي یو ښه کور او ژوند ولرې، نو لیو په جواب کي وویل چي هو غواړي د خلګو سره وویني او له خلکو سره کښېني، خو نوموړی وايي چي کله د خلکو ځینو عجیبو کارونو او ظلمونو ته وګورم نو خپل پسونه او یوازيتوب غوره وبولم.

نو شاید همدا دلیل وي چي نوموړی تر اوسه په یوه لوی کلي کي یوازي اوسېږي.

 
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed