په يو شمېر ولايتونو کې د سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

۲۱ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۱۰:۴۲ ق.ظ -

د هوا پېژندنې ادارې ويلي دي، اټکل شته چې په يو شمېر ولايتونو کې د زياتو ورښتونو له امله سېلابونه راشي.

د هوايي پېژندنې ادارې د مالوماتو له مخې، په لاندې ولايتونو کې د سېلاب راوتلو اټکل شته:

«په هرات، بادغیس ،فاریاب، غور، دایکنډی، ارزګان، غزني، زابل، میدان وردګ، بامیان، ، خوست، ، پکتیا او د پکتیکا، ، تخار، سمنګان او بدخشان ځینو برخو کې چې د ورښت میزان د (۱۵ الی ۲۰) ملي متر اټکل کیږي.»

دوې ورځې وړاندې هم د افغانستان هوا پېژندنې ادارې ويلي وو، په يو شمېر ولايتونو کې به د ډېرو ورښتونو له امله سېلابونه راووځي.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed