بدخشان: زرګونه ماشومان د پوليو له واکسين بې برخې دي

۲۱ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۶:۵۰ ب.ظ -

د عامې روغتيا ځايي رياست وايي، دغلته شپږ زره ماشومان د پوليو يا د فلج پر ضد له واکسينه بې برخې پاتې شوي دي.

د دوی په خبره ډېری ماشومانو په هغو سيمو کې له واکسين پاتې شوي دي چې د طالبانو تر واک لاندې دي.

د عامې روغتيايي ځايي رياست دغلته د ګوزڼ ناروغۍ د خپرېدو اندېښنه ښودلې.

دوی غوښتنه کړې چې د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې اجازه ورکول شي ترڅو ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين ورکړل شي.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed