د يوې ښځې په سترګه کې څلور ژوندۍ مچۍ موندل شول

۲۲ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۱۱:۴۹ ق.ظ -

د يوې ښځې په سترګه کې څلور مچۍ موندل شوي دي چې يادې پېښې ډاکټران هم حيران کړي دي.

تايوان کې ډاکټرانو د يوې ښځې په سترګو کې مچۍ موندلي دي.

۲۸ کلنه هې وايي، واښه يې رېبل چې سترګه کې يې مچۍ ننوتې، ځايي روغتياپالانو ويل دي ياده ښځه به ژر روغه شي.

روغتياپالان وايي، که ښځې سترګه موښلې وای، نو شايد روغتيايي ستونزه يې پيدا کړي وای.

اغلې هې خبریالانو ته وویل، د چینایانو له دود سره سم یې کلنۍ قینګ، مینګ مېله کې د خپلوانو د قبرونو خواو شا واښه ریبل چې مچۍ یې سترګې ته ننوتې او دې لومړي سر کې فکر کاوه، باد یې سترګې ته خاوره، خځله یووړه.

نوموړې وايي، تر ساعتونو پورې یې له سترګې اوښکې روانې وې، ځکه بالاخره روغتون ته د درملنې لپاره لاړه.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed