په لومړي ځل کهکشان کې د تور غار تصوير اخيستل شوی

۲۲ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۱۲:۲۵ ب.ظ -

ستور پېژوندونکو په لومړي ځل بلک هول يا کهکشان کې د تور غار تصوير اخيستلی.

دا غار خورا لوی دی چې اوږدوالی يې څلور سوه ميليارده کيلومتره دی.

ساينس پوهان وايي، د دې غار ټوله کچه د ځمکې له حجم څخه درې ميليونه ځله زيات دی.

دغه تور غار پنځه سوه ټریلیونه کیلومتره لرې دی او عکسونه یې د نړۍ لر او بر کې د اتو ټیلیسکوپونو یوې شبکې اخیستي دي، چې جزیات یې نن د اپریل لسمه په استرو فزیکل ژورنال کې خپاره شوي دي.

د هالند راد باود پوهنتون پروفیسر هیینو فالکي چې د دغې تجربې وړاندیز یې کړی و، بي بي سي ته وویل، تور غار په ایم ۸۷ نومي کهشکان کې دی.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed