هر سړی په بېله لاره ځي زه به د چا منم؟

۲۳ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۸:۵۰ ق.ظ -

احسان الله درمل

د روښانفکرانو تر ټولو لوی جوهر فکري ازادي ده چې نه یې پر چا پلوري او نه د بل د فکر او ذوق پښو لاسونو ته زولنې ور اچوي. هغوی چې تر موږ پرمختللی ژوند لري، دلیل یې پاخه څړکونه، اسمانڅکې ودانۍ او شفاف ټولنیز، نظامي او اقتصادي سیسټمونه ندي، بلکې ټولنیز زغم او فکري ازادي ده چې د ټولو پرمختګونو مور ده. د یوې ټولنې د پرمختګ او تمدن کچه د ظاهري او مادي ځل و بل په تله نه د هغې د زغم او فکري ازادۍ په تله تلل کېږي. څومره چې په یوه ټولنه کې د افکارو او عقایدو تنوع زیاته وي، په هماغه اندازه پرمختللې، ارامه او ازاده ده.

په بندو او وروسته پاته ټولنو کې د خلکو ټوله فکري او بشري انرژي د نورو د افکارو او عقایدو په کنټرولولو او د دوی په فکر په سمولو تېرېږي. دوی اصلاً د ژوند بل اړخ ته نه وخت لري او نه یې اړتیا ویني. په داسې ټولنو کې که ژوند کوې اول باید خپلې سترګې، غوږونه او ټول پنځه شپږ حواس لکه بیکاره کاڼي خړو اوبو ته واچوې او نړۍ ته د دوی په سترګو وګورې؛ ټول غږونه باید د دوی په غوږونو واورې او حتی که د دوی د طبعې خلاف دې د ګلاب خوشبو پخپله بڼه حس کړه باید پوزه دې غوڅه شي.

په بندو ټولنو کې د انسان ټوله اراده، فکري او بشري انرژي د ټولنې له بامبړانو سره ګرو وي. بس بیولوژیک روبوټ به یې او د څښتن په اراده به چلېږې. په دې ټولنو کې حتی د هنر غوندې ازاد مارغه هم پخپله خوښه نشي الوتلای او د خلکو په جوړو شویو پنجرو کې به د دوی د ذوق بې سُر و تاله خشنې چیغې غږوي.

د لوی ناول لیکوال جورج اوروېل په یوه ناول کې د ټولنې حاکم د عامه افکارو د کنټرولولو هیله لري او حتی په تنهایۍ کې هم چاته اجازه نه ورکوي چې دوه جمع دوه څلور وبولي او که داسې کوي نو سزا یې مرګ دی. زموږ په ټولنه کې هر کس د جورج اوروېل د ناول همدې حاکم ته ورته دی.

د خدایۍ دعوه دا نده چې د فرعون غوندې په ښکاره نارې ووهو چې “انا ربکم الاعلی” ، بلکې لا لوی فرعونیت دا دی چې بل چاته اجازه ورنکړو چې پخپلو سترګو جهان ته وګوري او خامخا باید زموږ د بت په پښو کې تندی وسولوي.

د بشر په تاریخ کې داسې شېبه په استثنایي توګه هم نشته چې د ټولو پدیدو په اړه دې په یوه ټولنه کې ټولمنلي اقدار پالل شوي وي. هغوی چې د انساني فطرت پر ازادۍ او رنګارنګۍ یې باور درلود، له مختلفو رنګونو، افکارو او عقایدو سره یې یو بل په غېږ کې ونېول او خپله ټولنیزه بشري انرژي یې د انساني ټولنې د خیر او ښیګڼې لپاره ولګوله خو هغوی چې تر ځان او خپل فکر ور هاخوا ورته هر څه او هر څوک مردود ول، لا هم د جنګ، جمود او جهالت په تیارو کې تپېږي او چې لوی کار وکړي نو د خپل فکر مخالف تکفیر او بلاخره ووژني.

په نړۍ کې مطلق حقیقتونه چې ټول انسانان پرې یوه خوله وي ډېر کم دي. همدا اوس د نړۍ یوه لویه برخه، سره له دې چې هره شېبه عملاً ګټه ترې اخلي، ساینس نه مني.

د نظرونو، افکارو او عقایدو اختلاف طبیعي او ساینسي مسئله ده. د هر انسان ذهن یوه هنداره ده چې بېروني نړۍ منعکسوي. خو دا هره هنداره د چاپېریال، کلتور، زده کړو، انساني غرایزو، ګټو، تاوانونو او سلګونو او زرګونو نورو عواملو په لاسونو کې په یوه جلا زاویه نړۍ ته مخامخ وي. د هیڅ انسان د ذهن هنداره د بل هغه د ذهني هندارې په زاویه نشي برابرېدای. که د یوې پدیدې تصویر زما د ذهن په هنداره کې یو او ستا د ذهن په هنداره کې بل وي نو پام باید دې ته وشي چې هغه کوم عوامل دي چې زما د ذهن هنداره یې دې پدیدې ته په یوه او ستا د ذهن هنداره یې په بله زاویه نېولې ده. د دې هندارو تر شا د دې مختلفو عواملو شناخت لوی معرفت دی چې یوازې د متمدنو او بختورو ټولنو په برخه دی. موږ د دې عواملو تر پېژندنې وړاندې اول فتاوې خلاصې کړو، یو بل کافر، مرتد او ګمراه کړو او بیا وروسته خبره جنګ و تشدد ته ورسېږي.

زموږ د ټولنې قیدي بڼه په فسبوک کې هم د نندارې وړ ده. دلته هم هماغه کلیوالي ذهنیت حاکم دی چې د خولۍ په نه په سر کولو سړی بې حیا او سپین سترګی کیدای شي. دلته هم باید موډ، خبرې، راشه درشه او د ژوند ټول کړه وړه د فسبوکي مشرانو او ملکانو په خوښه وي. بس نور هوبهو کلی او د جومات د مخې پیتاوی دی خو صرف بڼه یې بریښنایي ده.

د تعادل او منځلارۍ خبره په شرقي ټولنه کې یوازې لویو شاعرانو او محدودو سیاستوالو/عالمانو کړې ده.

دلی چند که ز تو شاد شود همین بس است

زندګی به مراد همه کس نتوان کرد

صائب

بامن میاویز ای پدر، پسر ازار را نګر

هر که شد صاحب نظر دین بزرګان خوش نکرد

غالب

او:

یو که راته ښه ووایي سل به مې مرتد ګڼي

هر سړی په بېله لاره ځي زه به د چا منم؟

استاد پسرلی #زغم_ازادي

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed