نویو وکیلانو ته څو مشورې- شېرشاه همدرد

۲۳ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۳:۲۰ ب.ظ -

ولسي جرګې ته د لوى ننګرهار ټولو برياليو وکيلانو ته مبارکي وايم . د مبارکۍ تر څنګ ځنې مشورې ورکووم ، که يې عملي کړي ډاډه يم ، د تاريخ په زرينو کرښو کې به يې نومونه ثبت شي . ټول بريالي وکيلان له نږدې پېژنم ملګري او دوستان مې دي ښه مالداره او سرمايه داره هم دي ؛ پيسو ګټلو ته اړتيا نلري ، بلکې کيسو ګټلو ته اړتيا لري ، دوه ورځې دنياده ، ځکه داسې مشورې ورکوم چې هم يې دنيا او هم يې اخرت ښايسته شي او هم يې راتلونکې بريا تضمين شي . ۱ د ولسي جرګې له پرانستغونډې وروسته د لوى ننګرهار ټول وکيلان دې يوه شپه چرته خپلو کې سره جرګه شي ، پرېکړه دې وکړي چې هر وکيل به په لوى ننګرهار کې په خپل شخصي لګښت ، د بريا په شکرانه ګۍ کې يو يو ښونځى جوړوي .

۲ : د لوى ننګرهار د انکشاف او اقتصادي پرمختګ لپاره د لوى ننګرهار د وکيلانو ، دولتي چارواکو ، نظر خاوندانو او بيلابېلو سکتورونو د متخصصينو ګډ علمي سيمينار تابيا وکړي ، په دې سيمينار کې د لوى ننګرهار د پرمختګ اولويتونه معلوم او د اړوندو سکتورونو لخوا پروژې جوړې شي ، د تعقيب حکومتي کمېټه دې جوړه او د وکيلانو په مستقيم حمايت پر وزارتونو مشروع فشار وارد شي ، چې منظور او تر هغې دې تعقيب شي چې کار يې عملن پيل شي . ۳ :د ولسونو سره هېڅکله اړيکې قطع نکړي ، د هفوى روا غوښتنو او ستونزو هوارۍ کې په اخلاص منډه وکړي ، دا کار ستاسو راتلونکې رايې محفوظې ساتي . ۴ : په کابل کې دې ټول په ګډه د لوى ننګرهار غږ په نوم يو مرګز پرانيزي ، دا مرګز به د ولس د ستونزو حل مرګز وي . ۵ : د لوى ننګرهار د ټولو وکيلانو په هر ګام او هره کاري ليدنه کې د برېښنا بندونو جوړولو او عملي کار شروع کېدو هڅې لکه د فرض لمونځ ، بايد تعقيب شي . ۶ : د هېواد ضد او ملي ضد کړيو د هر ډول فعاليتونو په مقابل لکه غر استوار ولاړوي او دهغوى ملي ضد دسيسې دې په يوه غږ شنډې کړي . ۷ : دټوپک او ټوپکسالارۍ نه تېر شي ، د زرې موټرو او خپل ولس ته زور ښودلو پر ځاى دې په مينه او خدمت ولس خپل کړي ، له حکومته ناروا او شخصي غوښتنې ونلري ، هره غوښتنه د ولس د ګټو لپاره وي ، دا کار به پر وکيلانو د خلکو باور زيات کړي . ۸ : له غصب او هر ډول ناروا کارونو دې پرهېز وکړي ، د قانون حاکميت ته دې کار وکړي . ۹ : د رخصتيو پر مهال ددوبۍ ، هند او تاجکستان د سفرونو پر ځاى دې خپله رخصتي ولس سره تېره کړي ، د هغوى ستونزې دې واوري او د حل په برخه کې دې اقدام وکړي . د صحت ، معارف ، زراعت ، کلتور ، امنيت ـ ـ ـ برخو دبډاينې لپاره کاري پلان جوړ او د مشروع فشار په واردولو دې د سکتورونو د تقويې هڅه وکړي . ۱۰ : په امنيتي او ټولوسکتورونو کې د فشار ي مقرريو هڅه دې نه کوي ، وزيرانو ته د معاملې پر سر نه بلکې د پاک وجدان له مخې رايې ورکړي . ۱۱ : که دا يې عملي کړل ، ډاډ ورکوم چې پر وکيلانو د خلکو باور به زياتيږي ، راتلونکى به هم د همدوى وي ، ولس به يې جانان کړي ، که د پخوا په شان زوړ ملا او زړې تراوېح وې ، ولس به يې د ځنو خلکو غوندې استفراق کړي ، ددنيا ژوند به يې په سرګردانۍ ، لالهاندۍ او بې شرمۍ تېره او اخرت به يې هم خراب وي ، نوره مو خوښه خپله .

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed