د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پُل جوړيږي

۲۴ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۱۲:۵۷ ب.ظ -

د تاجکستان رسنيو راپور ورکړی دی چې د لېږد رالېږد لپاره به د افغانستان – تاجکستان ترمنځ يو پُل جوړ شي.

د رسنيو د راپورونو په حواله، د ياد پل طرحه جوړه شوې ده او ژر به يې ساختماني کارونه پيل شي.

ويل شوي دي چې ياد پُل ۱۸۵ متره اوږدوالی لري د تاجکستان له کاکول او د افغانستان تخار ولايت سره به وصل شي.

تاجکستان وايي، په دې سره به يې افغانستان سره سوداګريزې اړيکې نورې هم پياوړې شي.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed