هلمند ليګ، داوري لوبډلې ماتې وخوړه

۲۴ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۱:۰۴ ب.ظ -

هلمند کي د پنځه لوبډلو په ګډون د بيلابيلو مالي ملاتړ کوونکو په همکارۍ سره نن د ۴G صابون غوره ليګ دريمه لوبه د جواد داوري او ښاروالۍ تر مينځ ترسره سوه.

د لوبي ټاس د ښاروالۍ لوبډلي لوبډلمشر رحمت خان وګټی او د بالينګ کولو پرېکړه ئې وکړه چي د شپاړلس اورونو په لوبولو سره جواد داوري لوبډلي ۱۵۶ منډو هدف وټاکی.

بيټينګ کي عبدالواسيع کريمي او عبدالنافع نيمه سليزي جوړي کړې او په اوپنينګ کي يې له سلو زياتو منډو ملګرتيا وکړه.

ښاروالۍ لوبډلي د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره يواځي ۱۳۲ منډي جوړي کړې او د ۲۳ منډو په توپير جواد داوري لوبډلي لوبه وګټله.

توپ اچونه کي سميع کريمي ۳ عبيد ۲ او عبدالباري کاکړ ۱ ويکټ ترلاسه کړه، يوه لوبغاړی عزت الله رن اوټ سو.

د جواد داوري لوبډله سبا سهار اته بجې خپله دريمه لوبه کي له کريم اتل لوبډلي سره لوبه لري.

سميع سيرت

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed