د سټنډرډ ملي اداره: څه باندې ۶۰۰ ملي سټنډرډونه مو جوړ کړي

۲۴ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۳:۳۵ ب.ظ -

د سټنډرډ ملي اداره وایي چې اوس مهال د ملي سټنډرډونو د تدوین په برخه کې ۱۴ تخنیکي کمېټې فعالیت کوي. د افغانستان د سټنډرډ د ملي ادارې تخنیکي مرستیال، خواجه جاوید صدیقي، چې د شنبې په ورځې یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې، ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې ګډون کړی وو، زیاته کړه، چې تر دې مهاله ۶۱۷ ملي سټنډرډونه او ۶ ملي ودانیز کُدونه جوړ شوي دي.

نوموړي دغه راز د سټنډرډونو د ترویج لپاره په ولایتونو کې د پروګرامونو تطبیق، په مرکز او ولایتونو کې د خصوصي سکتور لپاره د ورکشاپونو په لاره اچول او د جلغوزو او زعفرانو د سټنډرډ رامنځته کېدل، د دغې ادارې د مهمو لاسته راوړنو په توګه یاد کړل. همدارنګه صدیقي د آنلاین کنټرول او پلټنې د سیستم رامنځته کول، د کورنیو تولیداتو لپاره د تصدیق پاڼو د سیستم رامنځته کول، د غالیو د کیفیت او بازار د کنټرول د لابراتوار رامنځته کول، په مرکز او ولایتونو کې دلابراتواري فعالیتونو د واحدې شبکې (Core system) رامنځته کول او د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د اړیکو پراختیا، د سټنډرډ ملي ادارې د راتلونکو پروګرامونه په توګه یاد کړل.

هغه زیاته کړه چې په نېږدې راتلونکې کې به په ننګرهار، هرات او بلخ ولایتونو کې د ودانیزو توکو د کیفیت د کنټرول لابراتوارونه پرانیستل شي. د سټنډرډ د ملي ادارې تخنیکي مرستیال، په بازار کې د ظرفیت نه شتون، د موازي ادارو موجودیت، په هیواد کې د کنټرولونکو دروازو نه شتون، د کیفیت د کنټرول په برخه کې اقتصادي تقابل او کمه بودجه، د سټنډرډ د ملي ادارې پر وړاندې شته ننګونې وبللې او زیاته یې کړه چې د دغو ننګونو د هوارولو په موخه په وړاندیزونو باندې کار کوي

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed