د پلازمېنې زون اداره: صنعتي او لوژستیکي پارکونو ته ۳۰۰ میلیون ډالره پانګه جذبوو

۲۴ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۳:۴۱ ب.ظ -

د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې سرپرست وایي، چې تر راتلونکو دوو یا درې کلونو پورې به د دغې ادارې صنعتي او لوژستیکي پارکونو ته شاوخوا ۳۰۰ میلیون ډالره پانګه را جذب شي. انجنیر عبدالسمیع ستانکزي چې د شنبې په ورځې یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې، ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې په ۱۳۹۷ مالي کال کې د دغې ادارې لاسته راوړنې او د ۱۳۹۸ مالي کال لپاره د پلانونو په اړه مالومات ورکول، د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې د کاري پروګرامونو چوکاټ په ۵ برخو کې بیان کړ.

نوموړي د اساسي زیربناوو د پراختیا، د جمهوري ریاست د عالي مقام د لارښوونو سره سم د ځانګړو پروژو د تطبیق، د پلازمینې زون د ښاري متوازنې پراختیا، د اقتصادي فعالیتونو رامنځته کول، د غیر پلاني ساحو د کیفیت لوړول او نوي کول او ښې حکومتولۍ رامنځته کول، د دغې ادارې د ۵ کاري پروګرامونو په توګه یاد کړل. ستانکزي وویل چې د پلازمینې زون د پراختیا ادارې د پراختیايي لرلید د رامنځته کولو، له دولتي ملکیتونو، ځانګړو او عاجلو پروژو څخه د اغیزمنې ګټې اخیستنې لپاره بیلابېلې طرحې جوړې او د جمهوري ریاست عالي مقام ته يې وړاندې کړې دي، چې تر ټولو مهمه یې د پلازمینې زون په ساحو کې د عدلي او قضايي ارګانونو له ملکیتونو څخه د اغیزمنې ګټې اخیستنې د طرحې جوړول، د باریک آب او کوه کرغ د کډوالو په ښارګوټي کې د راستنیدونکو د ځای پر ځای کولو د طرحې جوړول، د ښارګوټود جوړولو پالیسي، د کابل په ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له ملکیتونو څخه د اغیزمنې ګټې اخیستنې د طرحې جوړول او د پلازمینې زون د تاریخي ابداتو د ساحو د ښه والي پلان دی.

د پلازمینې زون د پراختیا ادارې سرپرست د کار او اشتغال د تمرکز د له منځه وړلو په اړه وویل، چې د پلازمینې زون اړوند څلورو خواوو کې د صنعتي، کرنیزو او لوژیستکی زونونو رامنځته کول هغه چاره ده، چې دغه سیمې له مصرفي حالته د خودکفايۍ لور ته بیايي او د کار او اشتغال زیاتې او مناسبې زمینې برابروي. نوموړي د نوي کابل اړوند د ۳۷۰۰۰۰ جریبه ځمکې له غصبېدو څخه مخنیوي ته په اشارې په ټینګار سره وویل، چې د دغه ښار په لومړي فاز ۲،۲ پارسل مسترده شوي ځمکې باندې عملي کار جریان لري.

هغه د تاریخي ځایونو بیا رغونه او ساتنه، د عیدګاه جومات بیارغونه، د دولتي ملکیتونو په ځانګړې توګه د سوداګرۍ وزارت او د عدلي او قضايي ارګانونو له ملکیتونو څخه اغیزمنه ګټه اخیستنه د پلازمینې زون د پراختیايي ادارې له نورو فعالیتونو څخه وبلل. ښاغلي ستانکزي دغه راز وویل، چې ولس به ډیر ژرد پلازمینې په زون کې د آبادۍ او په بېلابېلو برخو کې د پراختیا او د چټکو خدمتونو د وړاندې کولو د لا زیات هیله بخښونکي زیري شاهد واوسي.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed