پر سولې د جګړې د شدت اغېز!- سید خالد سادات

۲۴ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۳:۴۴ ب.ظ -

سوله او جګړه په سیاسي ترمینالوجۍ کې یود بل مخالف جهتونه دي. پدې مانا که چیرې د سولې بحثونه مخته ځي نو د جګړې ځای باید ارو مرو سوله ونیسي. یا په بل عبارت چې سوله د جګړې عوضي عمل( Swap act) دی. خو په عملي ډګر کې د سولې او جګړې تر منځ د بیلانس یا توازن ساتل ډیر ستونزمن کار دی. ځکه جګړه په ډیر ساده ډول مخته تلای شي، د جګړې کم مصارف د ملتونو ژوند په اسانۍ سره اخیستلای شي. د جګړې لوبغاړي په طبیعي ډول په نړۍ کې خورا زیات دی او همدارنګه په انساني ژوند کې د جګړې ترسره کیدو لپاره په خورا پراخه پیمانه ابزار او وسایل شتون لري. اما سوله بیا برعکس د جګړې خورا پیچیده او ستونزمن تعامل دی. د سولې په تعاملاتو کې پیچلتیا یوه طبیعي پدیده ده. د سولې بهیر په لنډ مهال کې په کراتو کراتو بدلیدونکی دی. سوله ډیر دقت او فکر ته اړتیا لري. د قربانۍ له اړخه که وګورو ، سوله د جګړې قرباني کیدای شي اما بالمقابل جګړه هیڅ کله د سولې قرباني نه شي تعریفیدای.

له علمي نظر وروسته اوس د جګړې په ډګر د سولې پر هڅو د جګړې د شدت بد عواقب په ښه توګه لیدل کیږي. د طالبانو او افغان دولت له لوري پر جګړه یز موخو تکیه د سولې روان بهیر ټکنی کولای شي. افغان دولت که د خالد په نوم د دفاعي تکتیک ماموریت اعلان نه وه کړی ، طالبانو به د الفتح په نوم د نویو عملیاتو اعلان نه وه کړی. د طالبانو نوي عملیات دا څرګندوي چې طالبان د افغانستان د خلکو سترې غوښتنې (دایمي سوله) سره ستره بې تفاوتي کوي. د جګړې پر تمرکز د کولمبیا او یمن هیوادونو خپله سوله ایز ماموریتونه ناکام اعلان کړل. علت یی دا وه چې د جګړې اړخونو د سولې پر ځای د جګړې انتخاب خپل کړی وه. دلته هم که افغان دولت او طالبان د سولې سره بې تفاوتي او سطحي عمل وکړي، د سولې پر ځای د جګړې لاره خپله کړي نو شونې ده لکه د ماتو دولتونو پر څیر یو ځل بیا جګړو ته لاړ شو.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed