افغان حکومت فیسبوک ته خبرداری ورکړ

۲۴ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۹:۴۸ ب.ظ -

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر شهزاد ګل اریوبي فیسبوک کمپنۍ ته خبرداری ورکړ، چې د افغانستان له قوانینو سره ځان عیار کړي.

نوموړي په یوه خبري ناسته کې نن وویل، چې دا خبرداری یې د بهرنیو چارو وزارت له لارې رسماً له فیسبوک کمپنۍ سره شریک کړی.

د ده په وینا دوی فیسبوک ته ۶ میاشتې خبرداری ورکړی څو  د افغانستان قوانینو سره عیار شي، کنه بندیز به پرې ولګوي.

نوموړي د دغې غوښتنې نور جزیات نه دي روښانه کړي.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالانو پر وزیر نیوکې کړي، چې د اترا ادارې فعالیتونه دې چټک او د فیسبوک له محدودلو سره دې د بیان ازادي نه ننګوي.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed