فراه: لاسي صنايع مارکېټ نه لري

۲۵ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۸:۰۰ ق.ظ -

د سوداګرۍ خونې ځايي رئيس وايي، فراه کې د ښځو د لاسي صنايع لپاره ځانګړی مارکېټ نه لري، چې له امله يې ډېری توکي ايران هېواد ته ځي.

عسکر ګمنام رسنيو سره خبرو کې ويلي دي، ځايي ښځې خامک، چرم ګنډولو ترڅنګ کرنې برخه کې هم کار کوي.

هغه وايي، ښځې په غير منظم ډول خپل لاسي صنايع ايران ته استوي او په ارزانه يې پلوري.

هغه وايي، ځايي ښځو څو ځل دا ستونزه له حکومت سره شريکه کړې خو تر اوسه يې لاسي صنايعو ته کوم بازار نه دی پيدا شوی.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed