چین او روسیې کیم جونګ اون ته د بیا رهبر کیدو مبارکي ویلې

۲۵ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۸:۴۳ ق.ظ -

د چین او رویسې ولسمشرانو په جلا ـ جلا پيغامونو کې د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون ته د بیا ځل لپاره د دغه هېواد او واکمن ګوند د رهبر کیدو مبارکي ویلې.

کیم جونګ اون یو ځل بیا د واکمن کمونیست ګوند په کنګره کې د دغه ګوند او هېواد رهبر ټاکل شوی.

نور ګڼ هېوادونه شمالي کوریا ته په ورته مناسبتونو پيغامونه نه استوي، ځکه د ټاکنو دغه بهیر او انحصاري سیاست یې په رسمیت نه پېژني.

چین او روسیه د دې ترڅنګ چې د کمونیستي نظریې هېوادونه دي، له امریکا سره د شمالي کوریا د مخالفت لپاره هم دغه هېواد حمایه کوي.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed