د مصالحې شورا، خپلمنځي ناندرۍ او د سولې د غونډې ځنډېدل

۲۵ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۸:۵۶ ق.ظ -

افغان حکومت بيا هم ونه توانېد چې طالبانو سره د خبرو لپاره يو مرکچي پلاوی جوړ کړي، د مصالحې شورا ترمنځ لا هم نهايي پرېکړه نه ده شوې او ويل شوي دي چې دوی په خپلمنځي ناندريو اخته دي.

ويل شوي دي د يو وروستي پلاوي ټاکل د اختلافاتو له امله نه دی ټاکل شوی.

د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر عمر داودزی وايي، دوی نهايي هڅه کوي چې طالبانو سره د خبرو لپاره يو پلاوی جوړ کړي.

هغه د اختلافاتو خبره مني خو وايي، چې د ژر تر ژره د ختمولو هڅه يې کوي.

«دا چې څه شمېر کسان قطر ته لاړ شي، له اختلافي مسائلو یوه ده. د پخلاینې د رهبري شورا د تېرې چهارشنبې ورځې غونډه کې په دې اړه هوکړه ونه شوه، د ځینو نظر دا و چې لږ شمېر کسان دې لاړ شي، ځینو نور بیا ویل چې کسان باید ډېر وي، ځکه د دوی په وینا قطر درې – څلور سوه کسانو ته چمتوالی ښودلی دی. دغه موضوع کاري کمېټې ته وسپارل شوه چې خپلې سپارښتنې راوړي، خو هغه لا په دې حد کې نه دي چې په اړه دې پرېکړه وشي.»

ځينو رسنيو ويلي دي، افغان حکومت طالبانو سره د خبرو لپاره خپلې سرې کرښې مالومې کړي دي، چې د اساسي قانون منل، د ښځو حقونو ساتل او يو شمېر نور دي.

دغه راز ويل شوي دي چې طالبانو سره به پر اوربند هم خبرې وشي چې د ټول هېواد په کچه به وي او کومې ځانګړې سيمې پورې به محدود نه وي.

د مصالحې شورا ترمنځ خبرو کې طالبانو سره د يو پلاوي غوره کولو د اختلاف لوی لامل د ځينو سياسي څېرو لاسوهنه ده.

ويل شوي دي يو شمېر سياستوال هڅه کوي چې دوی د خپلې خوښې وړ څېرې پلاوي ته ور دننه کړي.

عمر داودزی وايي، دوحې کنفرانس کې به افغان پلاوی له يوه موقف خبرې کوي او دا به د دوی دوحه کې وروستۍ غونډه وي.

د داوزي په خبره طالبانو سره به نورې غونډې هم په نورو هېواونو کې ولري.

د يو افغان پلاوي ټاکل د سولې د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په ټينګار جوړ شوی دی، خو طالبان وايي، ياد پلاوی به غونډه کې يوازې خپل نظريات شريکوي او کومه پرېکړه به ورسره نه کېږي.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed