د روسيې د ولسمشر عوايد

۲۵ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۹:۰۶ ق.ظ -

په ۲۰۱۸ کې د روسيې د ولسمشر ويلاديمير پوتين او د دغه هېواد د لومړي وزير ديميتري ميدويديف د عوايد کچه اعلان شوه.

له اعلانېدو وروسته مالومه شوه چې د لومړي وزير عوايد د ولسمشر تر عوايد زيات وو.

په تېر کال د پوتين عوايد لس ميليونه روبله کم شوي دي.

په ۱۰۱۷ کال کې د روسیې ولسمشر شاوخوا ۸٫۵ میلیون روبله حقوق اخیستي او د پلورلې ځمکې له اړخه یې حاصل په یاد کال کې ۱۹ میلیون روبل ته رسېدلی و.‌

ددغه نوملړ پر بنسټ، نوموړی ۷۷ مربع متره مساحت یوه اپارتمان څښتن دی او یو بل ۱۵۳ مربع متره اپارتمان هم لري.

پوتین خپل دوه روسیه جوړ موټر هم لري او ویل شوي چې نوموړی په بهر کې شتمني نه لري.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed