امريکا: يو اصلاحي مرکز کې پټ قبرونه موندل شوي

۲۵ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۹:۱۰ ق.ظ -

د رسنيو د راپورونو په حواله، د امريکا په فلوريډا ايالت کې د دالتاديب په نوم يو اصلاحي مرکز کې لسګونه پټ قبرونه موندل شوي دي.

ځايي چارواکو ويلي دي، سيمه کې کاريګرو دا قبرونه موندلي دي.

۱۱۱ کاله پخوا دغه جوړ شوي روزنيز مرکز کې مجرم ځوانان ساتل کېږي، چې په ۲۰۱۱ کې ياد مرکز تړل شوی هم و.

ویل کېږي په دې مرکز کې ۲۷ پټ قبرونه موندل شوي، که دا تایید شي هلته د ښخو شویو کسانو شمېر ۸۲ ته رسیږي. یو شمېر څېړونکي په دې باور دي چې په دې دارالتادیب کې د مړو شویو شمېر له سلو کسانو لوړیږي.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed