بنګلور لوبډلي په لمړي ځل بریا ته لاس ورکړ

۲۵ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۹:۱۱ ق.ظ -

 د هند غوره لیګ ۲۸ تمه لوبه د پنجاب پر خاوره د پنجاب او رویال چلنجر بنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره سوه چي پکښي د لمړي ځل لپاره رویال چلنجر بریا ترلاسه کړه.

رویال چلنجر چي په سږني لیګ کي تر ټولو کمزورې لوبډله شمیرل کیده خو په لمړي ځل يې د یوې بهتریني لوبي وروسته پنجاب لوبډلي ته په ۸ ویکټو ماته ورکړه او په دې سره یې بریاته لاس ورکړ

دې لوبډلي ته په لمړۍ لوبه کي چینای سوپر کینګز په ۷ ویکټو ، دوهمه لوبه ممبئ په ۶ منډو ، دریمه لوبه کي سنرایزر په ۱۱۸ منډو ، څلورمه لوبه کي راجستان په ۷ ویکټو ، پنځمه لوبه کي کلکتې په ۵ ویکټو ، شپږمه لوبه کي ډهلي په ۴ ویکټو ماته ورکړې وه، خو تر ماتي وروسته یې په ۷ مه لوبه کي بیا پنجاب په ۸ ویکټو ماته ورکړه.

د پنجاب او بنګلور په وسنۍ لوبه کي د توپ وهني پیل پنجاب لوبډلي وکړ، دې لوبډلي په خپلو اورونو کي ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړه او بنګلور لوبډلي ته یې د ۱۷۴ منډو هدف وټاکه. پنجاب لوبډلي ته ګریس ګیل ۹۹ منډي وکړې.

د بنګلور لوبډلي په ګټه بیا چهال دوې، محمد سراج او معین علي یوه یوه ویکټ ترلاسه کړل. بنګلو ته د توپ وهني نوبت ور ورسیدی، دې لوبډلي د خپلو بایللو لوبو کسات له پنجاب لوبډلي وکیښ ، بنګلور په خپلو اورونو کي ۲ لوبغاړي له لاسه ورکړه خو په ۱۹،۲ اورونو کي یې ټاکلي هدف ته ځان ورسوی.

د بنګلور په ګټه ستړي ویرات کوهلي ۶۷ ، او ډیویلرز بیا ۵۹ منډي وکړې. پنجاب ته بیا محمد سمیع او اشوین یوه یوه ویکټ ترلاسه کړل.

د یادوني ده چي ددې لوبي د غوره لوبغاړي ډالۍ اي بي ډیویلرز ته ورکول سوه.

عبدالولي عمري

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed