بغلان:د یوه راډیو پرمسول چاودنې ۲ تنه ټپیان کړي

۲۵ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۹:۴۱ ق.ظ -

د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د ادیب په نوم د یوې سیمه ییزې رسنۍ پر مسول چاودنه شوې.

امنیتي چارواکي وایي چاودنه د حبیب الرحمن شېرزوی د کور مخې ته د هغه پر موټر شوې، چې ۲ تنه پکې ټپیان دي.

ویل شوي، چې هغه ته په پېښه کې زیان نه دی رسیدلی.

ځایي سرچینو ویلي، چې د شېرزوی کور د ملي امنیت ریاست ته څېرمه دی.

خبریالانو د پېښې په اړه څېړنه غوښتې او له ولایتي مسولینو یې د دوی امنیت ته له نه پاملرنې شکایت کړی.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed