ارګ:۳ امریکایي سناتورانو د حکومت د سولې پروګرام تایید کړ

۲۵ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۹:۴۶ ق.ظ -

ولسمشریزه ماڼۍ د ارګ په محوریت د سولې له هڅو د ۳ امریکایي سناتورانو د ملاتړ خبر ورکوي.

د ارګ په یوه خبرپاڼه کې راغلي،چې دغو سناتورانو پرون له ولسمشر غني سره لیدلي.

دوی د افغان حکومت د سولې دریځ تایید کړی او ویلي، سوله باید د نورو لاسته راوړنو د ساتلو ترڅنګ د ښځو د پياوړتیا سبب شي.

په وروستیو کې افغان حکومت او امریکا د سولې د هڅو پر سر جنجال لري، چې دا جنجال یې رسنیز شوی او یو پر بل د نیوکو تر حده رسیدلي.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed