د لوګر د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې

۲۵ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۹:۵۱ ق.ظ -

د لوګر د پارلماني ټاکنو پایلې اعلان شوې، چې له مخې یې نوې څېرې له دې ولایت ته پارلمان ته ورځي.

محمد خالد مومند، شاه پورخان حسین زی، انجینر محمد آصف نبي زی او هما احمدزۍ د دې ولایت د ولسي جرګې نوي غړي ښودل شوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسون ویلي، چې د پاتې نورو ولایتونو پایلې به هم زر اعلان کړي.

له دې سره تمه کیږي، چې نوی پارلمان به زر د ولسمشر له لورې پرانیستل شي.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed