ماین چاودنې ۶ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

۲۵ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۹:۵۸ ق.ظ -

د ننګرهار چارواکي د وسله والو طالبانو لخوا د خښ شوي ماین د چاودنې له كبله د ۶ ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي چاودنه پرون مازیګر د خوږیاڼو ولسوالۍ په بام راغه سیمه کې شوې، چې ۲ ملکیان پکې وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

سرچینې د یوه ټپي وضعیت د اندیښنې وړ ښودلی.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دی ویلي.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed