پکتیا کې یو پاکستانی ترهګر وژل شوی

۲۵ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۱۰:۰۰ ق.ظ -

د پکتيا  په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په نښته کې یو پاکستانی ترهګر وژل شوی دی.

د پکتیا ولایت د رسنیز دفتر د خبرپاڼې له مخې دغه ترهګر د پاکستان تر کنترول لاندې د بلوچستان ایالت د چمن سيمې اوسېدونکی و، چې له وسله والو طالبانو او حقاني شبکې سره یوځای یې په افغانستان کې ترهګریزې کړنې ترسره کولې او تېره ورځ د ځاځي اريوب ولسوالۍ په خیر مینه سيمه کې له افغان ځواکونو سره ووژل شو. د پکتيا والي شميم خان کټوازي په دې اړه له رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د وسله والو مخالفينو په جنګي ماشين او ملاتړ کې لا هم بهرني استخبارات او د ډيورنډ کرښې هاغې خوا څخه ګروپونه او اشخاص قرار لري.

نوموړي وويل، چې افغان امنیتي ځواکونه له خپلې خاورې او ملي خپلواکۍ څخه د هر ډول دفاع لپاره چمتو دي او اجازه به ورنکړي چې په هېواد کې یې داخلي او بهرني اتباع ورانکاري فعالیتونه ترسره شي.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed