مصر:د افراطیت خلاف افغانستان سره مرسته کوو

۲۵ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۱۰:۰۴ ق.ظ -

په کابل کې د مصر سفیر هانی صلاح وایی هېواد یې د نورو برخو ترڅنګ د افراطیت پر ضد مبارزه کې له افغانستان سره مرستې ته حاضر دی.

د ملي امنیت شورا دفتر د خبرپاڼې له مخې نوموړي دا ژمنه د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سره په لیدنه کې کړې.

محب د دغې همکارۍ ستاینه کړې او د مصر رول یې د افراطیت ختمولو په برخه کې مهم ګڼلی.

مصر د اسلامي نړۍ هغه هېواد دی، چې تر ټولو مهم اسلامي پوهنتون الازهر پکې فعال دی.

د شنونکو په وینا یاد شوی پوهنتون د افغان جګړې له غندلو او د افراطیت خلاف د فتوا ورکولو سره د افراطیت خلاف مهم رول لرلای شي.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed