ملي امنیت: سیاستوال دې هرې موضوع نه سیاسي استفاده نه کوي

۲۵ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۱۰:۰۷ ق.ظ -

د ملي امنیت لوی ریاست د یوې اعلامیې په څنډه کې له سیاسي مشرانو غوښتي، چې له هرې موضوع دې سیاسي ګټه نه اخلي.

دغه ریاست په  هلمند کې د نیول شویو دوه ښځو د خوشې کیدو په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې دا غوښتنه کړې.

سرچینې ټینګار کړی، چې یاد شوي عملیات دقیق وو او نیول شوې ښځې بې ګناه نه وې.

خو ملي امنیت وایي یو شمېر سیاسي ډلو د سیاسي استفادې په موخه په دې اړه اعتراضي اعلامیې ورکړې.

ملي امنیت سیاستوالو ته ویلي، چې داسې کارونه یې د دښمن په خیر تمامیږي او ترې ډډه دې وکړی.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed