داعش په پاکستان کې د وروستي ځانمرګي برید مسولیت ومانه

۲۵ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۱۰:۱۵ ق.ظ -

داعش ډلې په پاکستان کې د جمعې ورځې د ځانمرګي برید مسولیت پرغاړه اخیستی.

دا برید د کویټې ښار د مېوې په یوه له ګڼې ګوڼې ډک بازار کې شوی، چې د ۱۰ شیعه ګانو په ګډون یې ۲۰ تنه وژلی او تر ۳۰ ډېر نور یې ټپیان کړي.

داعش ډلې د برید د ویډیو له خپرولو سره ویلي، چې دا برید د دوی اړوندو کسانو کړی.

داعش ډله د سخت دریځه سلفیت د استازیتوب ادعا او له شیعه ګانو سره سخته دښمني لري.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed